نورشاه نوراني
حجره د کليــــــوالو او چـــــرګۍ د کليـــوالو
خوښيږي مې شپـــونکی رمه شپيـــــلۍ دکليــوالو
داپورې دنګ زلمی ټوپک په لاس څوکۍ ته خيږي
اغــــوستي يې ښايســــته برګه شړۍ د کليــــوالو
دشپي بيـــا نړيواله اژدهــــا ماشومـــــــان داړي
تر غـــوږ راځي ژاړه فــــرياد سلګۍ دکليــــــوالو
دچټـــــــو غرنيو پيغـــــلو ستر ګې پســـــې او ړي
چــــې کله کړي په سر توره لنــــګۍ دکليـــــوالو
شډل بډل سړی دی (نوراني) کليــــوال خوی کړي
څــادر يې په اوږو په سر خــــــــولۍ د کليــــوالو
خوست ١٢-٩-١٣٨٩
وروستي