روهي( یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ )، نن د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې له ۷ زرو ډېر خلک د اېډز په ناروغۍ اخته دي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې نږدې درې زره بولي او وايي دا ناروغي د کنترول په حالت کې ده.
په افغانستان کې د اېډز د ناروغۍ لومړۍ پېښه درې لسیزې وړاندې په ۱۹۸۹ کې ثبت شوې او له هغه مهال راهیسې دې ناروغۍ له ۲۵۳ کسانو ژوند اخیستی.
'ټولنې بدلون رامنځته کوي ' د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال له دې ناروغۍ سره د مبارزې شعار بلل شوی، په داسې حال کې چې په افغان ټولنه کې دا ناروغي لا هم شرم ګڼل کېږي.
"افغانستان کې نژدې ۸ زره کسان په ایچ ای وي ایډز اخته دي"
وروستي