روهي(نۍ/۹ د لیندۍ)، افغان سوک وهونکي سهیل احمد مغلزي د انګلستان په پارک هال کې خپل انګلیس سیال ډایلین ډراپر ته ماته ورکړه. ښاغلي سهیل په درېیم رونډ کې خپل سیال 'ناک اوټ' کړ او خپله ۱۴مه پرلپسې بریا یې ثبت کړه. دواړه سیالانو سخته سیالي وکړه، خو په درېیم پړاو کې افغان لوبغاړی وتوانېد چې خپل سیال په ګونډو کړي او لوبه یې وګټله.
سهیل احمد د خپل فیسبوک پر پاڼه د خپلې بریا خبر خپور کړی او له خپلو مینه والو او د هېوادوالو د هڅونو له امله یې مننه کړې. نوموړې ویلي، چې تر اوسه یې ۱۵ لوبې کړي او له دې ډلې ۱۴ یې ګټلې دي.
نوموړی د ننګرهار ولايت دی او په لس کلنۍ کې لندن ته تللی دی. ښاغلي احمد وویل، ۱۱ کلنۍ کې یې ورزش پیل کړی او له هغه راهیسې سخت زیار باسي چې د افغانستان نوم د ورزش په برخه کې په نړیواله کچه لوړ کړي.
وروستي