روهي( نۍ/۹ د لیندۍ )، د افغانستان او هند د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن د هند د لکنو ښار په (ايکانا ب) لوبغالي کې ترسره کېږي.
د لوبې په پيل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
هند په ۴۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ ترلاسه کړې چې له ډلې يې ویکرانت بهاډوريا ۲۹ او کمار کشاګرا ۲۴ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ۳، عابد محمدي او شفيق الله غفاري ۲-۲، عبدالرحمن رحماني او اصف موسی زي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
وروستي