آنلاین خوندیتوب‎

که تاسو هر آنلاین هر کار او فعالیت کوئ هغه تاسو پسې ثبت کیږي، هغه که تاسو په ظاهره ډیلیټ هم کړي، خو یوه کاپې یې په آنلاین سرورونو کې پاته کېږي، دا کاپې ستاسو له کنټروله وتلې، دا کاپی د تجارتي، نظامي، استخباراتي... او نورو موخو لپاره کاریږي. دا که تاسو آنلاین یو څه ګوري،سرچ کوي یې،خبرې کوي،... دا پلونه پاتیږي او دیته د پښو ډيجيټلې نښه(Digital footPrint)وایې.

دا چې دا معلومات ولي ساتل کیږي هغه بیله موضوع ده، بل وخت به بحث پرې وکړو. اندیښنه داده چې وخت په تیریدو سره به د پښو ډیجيټلې نښه،فعالتونه او خوندیتوب لوی سر خوږی سې. مثلا تاسو کوم سایټونه ته تللی یاست، تاسو چا سره پیغام کړي، کوم فلمونه او څه وخت مو کتلي، تاسو څه ډول شخص یاست، چا سره اړیکې لري، کومو موضوعاتو سره علاقه لري،... یعنې دوي به تاسو تر خپل ځان ښه پیژنې. اوس ډیری ټولنیزې رسنۍ او آنلاین پلټپارمونه ستاسو بیومټریک ډیټا هم ځان سره لري او داسې الګوریتونو په وسیله که تاسو په مستعار نوم هم فعالیت ولري ستاسو له فعالتونو او بایومټریک ډیتا په ګټه اخیسته تاسو پیژني چې څوک یاست.

خو که تاسو د مخابراتي شبکو(GSM) له لارې اړیکې هم نیسئ هغه که غږیزه اړیکه ده یا ټکس مسیج کوئ مسیجونه خو د ټول عمر لپاره پاتیږي خو غږیز او ویډیو اړیکې ممکن د لسو شلو کلونو یا هم د اوږد محال لپاره د دې شبکو په سرورونو یا نورو ځایونو کې پاتېږي.

خو حل لار څه ده؟ په ټوله که ووایم آنلاین امنیت (Security) نسته، که دی هم نسبي دی. نو ښه داده چې ټول محرمانه او نور شخصي معلومات آنلاین نړۍ ته مه راوړئ، مهم او شخصي مسایل تر ممکنه حده آنلاین مه بحث کوي، هیڅ پلټپارم خوندې ندی. ددې لپاره چې ستاسو د پښو ډیجيټل نښه پاته نیسې نو ځینې ټکنالوژیو څخه کار واخلئ یا ځینې تخنیکونه لکه ددې مسایلو لپاره یو ناثبت سوی سیم کارټ، مستعار ایمیل،اکوونټ، فزیکي لیږد،د زمرونو او ګډونو کارونه، شخصي یا محرم پلټپارم... له داسې ټکنالوژیو او تخنیکونو څخه په ګټه اخیستنه ممکن خپل شخصي حریم (Privacy) او آنلاین معلومات خوندې کړئ. ممکن د پښو ډیجیټل نښه او نورو آنلاین معلومات تاسو ته کلونه یا لسیږې وروسته سري درد جوړ کړي.

زما شخصي تجربه داده چې په ځلونو چارواکي، د شورا غړي، سلیبریټیان، علمي شخصیتونه،... شخصي معلومات نورو ته په لاس ورغلی یا یې بلکمیل کړي،باج ترې اخلي یا کله کله لویو پریکړو هم دا مسایل کوي.