د کرکټ په مرستې سره خپل کاروبار ته وده ورکول!

تاسې ټولو به ښه لیدلي وي کله چې هم کومې داخلي یا نړېوالې لوبې ترسره کیږي نو مونږ ګورو چې د میدان هر لورې ته د الکوزي، اتصالات، ایروپارسل، روشن یا عزیزي بانک څخه نیولې تر لویو لویو نړېوالو شرکتونو اعلانات تر سترګو کیږي. ایا پوهېږۍ چې دوئ څنګه د کرکټ په مرستې سره خپلو کاروبارونو ته وده ورکوي؟ څنګه خپل کاروبار یا شرکت مشهور کوي؟ دوئ اخر ولې په دې اعلاناتو په دومره لویه کچه پیسې مصرفوي؟؟؟

دا او ورته نور داخلي او نړېوال شرکتونه اول ښه فکر او سوچ کوي او بیا قدم اخلي. دوئ د دومره زیاتې کچې پیسو مصرفولو په ځواب کې د دوئ په کاروبار کې ډېر پراخوالۍ رامېنځته کیږي. د کرکټ په مرستې سره د خپل کاروبار سپانسر کولو یوه لاره دا ده چې پوره لوبډله واخیستل شي. بله لار یې دا ده چې لوبډلې یا لوبغاړو ته ورکونکي انعامونه سپانسر شي.

کرکټ نن سبا د هر ځوان په رګ کې لوبیږي هغه چې په خاؤرو نپوهيږي هغوئ هم یو لرګی او ربړي توپ پیدا کړئ وي او لوبه کوي. هغه د کلي د ماشومانو عادي کرکټ لوبې ته هم تل لس شل کسان راټولیږي. خو ایا تاسې کله په دې اړه فکر کړئ ده چې تاسې هم خپل کوچني کاروبار یا شرکت ته د کرکټ په مرستې سره وده ورکولائ شئ، او هغه هم یوازې د پنځه یا لس زرو افغانیو په بدل کې؟؟؟

هو ولې نه تاسې هم خپل کاروبار یا شرکت سپانسر کولائ شئ، یوه لوبډله واخلئ، انعامونه سپانسر کړئ، یا لوبغاړو ته دریشي ګانې واخلئ... نن سبا په هر لوئ او کوچني ښار کې د کال په یوه نه یوه میاشت کې د کرکټ ولسي او ولایتي لوبو ټورنمنټونه ترسره کیږي چې پکې د نورو ښارونو او ولایتونو لوبغاړي هم ګډون کوي او ترڅنګ بېشمېره سیلانیان هم ورته راځي.

تاسې د میدان له منشي یا قراردادي سره خبره وکړئ او د زر دوه زره افغانیو په ورکړې سره د خپل کاروبار یا شرکت لوحې په میدان کې ولګوئ، هغه د عادي ټورنمنټونو لیدلو ته هم هره ورځ په سلګونو خلک ځي راځي، چې په دې ډؤل سره به هره ورځ په سلګونو خلک ستاسې لوحې هم ګوري او ډاډ درکؤم چې ډېري به یې په اینده کې ستاسې ګاک جوړیږي. او نن سبا خو په هر ټورنمنټ کې کمېنټري هم کیږي تاسې د لوبې غوره لوبغاړي ته د پنځه سوه یا زر افغانیو ډالۍ هم ورکولائ شئ چې اعلان به یې په لاسپېکر د ټولو راغلو خلکو غوږونو ته رسوي... د مثال په ډؤل "د ایروپارسل پُستي شرکت لخوا د لوبې غوره لوبغاړي ته د زر افغانیو انعام ډالۍ شو...."

په دوه درې ډاليو باندې به په میدان کې راغلي خلک په دې بحث شروع کړي چې "دا ایروپارسل پُستي شرکت والا څوک دي؟"... او کله چې تاسې په بحث کې راغلئ نو پوه شئ چې د خلکو توجو مو خپل ځانته اړؤلې ده. بله لار دا هم ده چې پوره ټیم سپانسر کړئ، د هر ټورنمنټ فیس یا داخله له دوه درې زره افغانیو ډېره نه وي تاسې د خپل کلي ځوانانو یا نورو ملګرو او دوستانو ټیم سپانسر کولائ شئ. هغه داسې چې له هغه ټیم سره له خبرو کولو وروسته د هغوئ د داخلې فیس جمع کړئ خو په دې شرط چې هغوئ به ستاسې په نوم لوبیږي، یانې د "ایروپارسل پُستي شرکت" په نوم سره... او د ځوانانو له خپل نوم سره نه بلکه له لوبېدلو سره کار وي د هغوئ وړیا داخله کولو سره هغوئ وړیا لوبیږي او خوشاله به هم دوئ وي.

خو په دې سره به ستاسې څه ګټه وي؟
ګټه ډېره ده هغه داسې چې په مایک او لاسپېکر کې به بار بار ستا یا ستا د شرکت نوم یادیږي.... لکه ایروپارسل پُستي شرکت لخوا په زړه پورې شپږیزه، د ایروپارسل پُستي شرکت لوبغاړي په زړه پورې ويکټ ترلاسه کړه، د ایروپارسل پُستي شرکت په اتو ویکټو لوبه وګټله.... نو له دومره تکرار سره سره ستاسې د شرکت یا کاروبار نوم د سلګونو خلکو غوږونو ته ورسېد هغه هوښیاران خو څه چې د بې عقلانو په مغزو کې مو هم د خپل کاروبار یا شرکت تخم وکرلو...

که وس مو رسیږي نو کولائ شئ چې خپلې سپانسر لوبډلې ته دریشي ګانې هم واخلئ او د خپل کاروبار او شرکت په نوم یا لوګو سره یې په مختلفو نمبرونو سره چاپ کړئ، په دې سره به ستاسې د مارکېټېنګ ګټه دوه چنده شي. ځکه چې کرکټ اوس د دې خلکو وینه ګرځېدلې ده او دغه وينه د دوئ په رګ رګ کې ګرځي، نو که سم کاروبار کوئ نو د دې ولس رګ ونيسئ.

نوټ: ښکاره خبره ده چې تاسې به یو کاروباري کس یاست او د ډېر مصروفیت له وجې به تاسې دغو څېزونو ته ډېر وخت نلرئ، نو داسې کارونو ته خپل شریکوان، ورور یا بل کوم نږدې کس وروړاندې کړئ. انشاالله د کاروبار په خوند به پوه شئ ... مننه
ژباړه او زیاتونه: جاوېد "خپلواک"