که د جام نسکـــوريدو ته خــــوله د ګل شـــوې
پر اوبــــو به زرين شــــرنګ د زمزمې شـــــــې
بيا به ځـــــي درپســـــې ټول د ګلــــو غــــرونه
بيا به پېــــغله شـــنه لمن د زمانـــې شـــــــې
د نازونــــــــــــــو د سپـــرلــــي پر لېـــــچو اوړه
چې پر څڼـــو دې طبعيت شال د خندا شــــــي
زره چاودې حـــــوصلـــــې مـــو کړه راغــونډې
چــــــې مين مين ماښـــــام مو په نڅا شــــي
که سکـــــروټـــــــو له خمــــــاره څکـــــه وکړه
بيا به ګـــورې چې لذت کې مــــړينــــــه څه ده
چې دې زړه د زړه په خوله کې مين خوب شي
بيا به ګورې چــــې ژونـد څه دی ميــــنه څه ده
ګنـــــاهــــونه به په منــــډو درته راشـــــــــي
چې لمـده دې په خولو باندې سيلـــــۍ شــي
بيا دې ګــــوره د ټټـــر سپيـــــنې روپــــــۍ ته
ناڅاپي به پکــې دوه پړکه سپوږمـــــۍ شــي
نو راماته شـــــــه د لـــــوړ غـــــرور مـــلکــې!
چې ياغــــي زور دې ډېـــــوه کړمـــــه د فکــر
پر جبين دې د مچکــــــو سجــــدې غـــــــواړم
چې جذبې دې څانګې څانګــــــې کړم د ذکــر
چې نظــر دې د خوږو ستـــرګــو راخوږ شـــي
دې احساس کــــې د هيــــندارو ماڼـۍ لامبــي
د خامکو په دســــمال کـــــې مـــې چــينه ده
پکې ستا غوندې سپين چکه ! نجلـــۍ لامبــي
سيدجيلاني جلان
وروستي