ویسټ انډېز د افغانستان د ۱۸۷ منډو په ځواب ۲۷۷ منډې وکړې

روهي(پنځه نۍ/۷ د لیندۍ)، د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د ټسټ لوبې په دویمه ورځ د ویسټ انډیز لوبغاړو ښه لوبه وکړه . شامرا بروکز د افغانستان خلاف سلیزه وکړه او دا یې په ټست لوبو کې لومړۍ سلیزه/سنچري وه.
 
ویسټ انډیز د بروکز د سلیزې او سپین بالرانو د ښه باولینګ له برکته د لوبې پر دویمه ورځ پرافغانستان برلاسی و. ویسټ انډیز د افغانستان د ۱۸۷ منډو په ځواب په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۷ منډې وکړې او پر افغانستان یې ۹۰ منډې ور واړولې.
 
افغانستان په خپلې دویمي پاڼۍ کې تر اوسه ۱۰۹ منډې کړي او اوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي. په دې حساب افغانستان تر دې مهاله په دویمې پاڼۍ کې ۱۹ منډې مخکې دی او په درېیمه ورځ به ویسټ انډیز ته هدف ټاکي.