د افغانستان د ۱۸۷ منډو په ځواب کې ويسټ انډيز ۶۸ منډې وکړې

روهي( پنځّ نۍ/۷ د لیندۍ )، د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په یوازينۍ ټېسټ لوبه کې د لومړۍ ورځې تر پايه ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۶۸ منډې وکړې، چې ناسوځېدلي جان کېمبل تر نورو زياتې ۳۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري حمزه هوتک په ټېسټ سياليو کې خپله لومړۍ ويکټ ترلاسه کړه او راشد خان هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې مخکې افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۸۷ منډو وسوځېدله، چې جاوېد احمدي ۳۹، حمزه هوتک ۳۴ او افسر ځاځي ۳۲ منډې ترلاسه کړې.
 
د دويمې ورځې توپوهنه به هم ويسټ انډيزي لوبغاړي کې نن سهار ۸:۳۰ بجې پيل کړي