روهي( څلورنۍ/۶ د لیندۍ )، په هند کې جراحانو د يوه ناروغ څخه ۷،۴ کیلوګرامه پښتورګی ايستلی دی. ويل شوي چې دغه ناروغ د پښتورګو په يوه سخته ناروغۍ اخته دی.
په نوي ډهلي کې ډاکترانو ويلي دي چې دغه پښتورګي د۵۶ کلن مريض د خيټې کابو نيمايي برخه نيولې وه. په عمومي توګه يو پښتورگی له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ګرامو پورې وزن لري او عموماً ۱۲ سانتي متره اوږد وي خو د دې ناروغ له خيټې ايستل شوې پښتورګی ۴۵ سانتې متره اږدوالی لاره.
جراح ساچن کاتوريا د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: موږ پوهيدلو چې د دې ناروغ پښتورګی ډېر غټ دی خو دا فکر مو نه وو کړی چې دومره به دروند وي.
د ډاکترانو په حواله دغه ناروغ د پښتورګو په يوه خطرناکه ارثي ناروغۍ اخته دی چې د تومرونو او رسوليو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.
دغه جراحي عملياتو چې په تیره مياشت کې د نوي ډهلي په سر ګانګا رام روغتون کې ترسره شوي، دوه ساعته دوام کړی. کاتوريا زياته کړه چې د مريض حالت ښه دی او اوس د بل پښتورگي پيونديدو ته انتظار باسي.
گينس د ريکاردونو د کتاب په حواله تر اوسه د يوه انسان له بدن څخه د ايستل شوي د تر ټولو درانه پښتورگي وزن ۴،۲۵ کيلوگرامه دی.
وروستي