د هند له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو افغان لوبډلې ته ۱۵۳ منډې هدف وټاکه

روهي( درې  نۍ/۵ د لیندۍ )، د افغانستان او هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د پنځه يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دريمه لوبه کې افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې چې په استازیتوب یې شوبانګ هيګړی ۴۶ او ويکرانت بهاډوريا ۳۹ منډې ترلاسه کړې.
 
د افغان لوبډلې له لوري عابد محمدي ۴، عبدالرحمن رحماني ۳، عبدالله تڼيوال ۲ او شفيق الله غفاري یوه ويکټ ترلاسه کړه.