
د روان لمریز کال د قوس یا لېندۍ د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې د ۲۴۶۰ زده کوونکو څخه د کانکور د ازموینې بهیر پيل شو، چې په کې یې ۲۰۰۰ زده کوونکي د دوولسمو ټولګیو نوي فارغین او پاتې۰ ۴۶تنه یې متفرقه زده کوونکي جوړوي ، همداشان له پورتني شمېر څخه یې ۳۵ انجونې هم دي ، چې ۲۵ د سږ کال او پاتې ۱۰ یې متفرقه انجونې زده کوونکي تشکیلوي .
هغه مراسم چې له همدې امله د شېخ زاید پوهنتون د ازموینې په صحنه کې نیول شوي وو، په کې د خوست والي عبدالجبارنعیمي ، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو ، د ولایتي شورا استازي داود مکین زوی او همداشان له پلازمېنې کابل څخه د کانکور د کمېټې راغلي هیت برخه درلوده .
په سر کې د قرآن پاک مبارک آیتونه تلاوت شول ، ورپسې د خوست دشېخ زاید پوهنتون ریس دوکتور ګل حسن ولیزي پيلیزې خبرې وکړې ولیزي وویل ، تېر کال مو د کانکور د ازموینې ورکولو وروسته ۱۲۰۰ زده کوونکي د لوړو نمروپه ترلاسه کولو سره بېلابېلو پوهنځیو ته شامل کړل ، خو له نېکه مرغه سږ کال به د ۲۴۶۰ زده کوونکو څخه څه د پاسه ۱۵۰۰ زده کوونکي مختلفو پوهنځیو ته د وړتیا له مخې د محصلینو په توګه ونیسي .ده وویل د ولایتي ادارې په ځانګړي مرسته مو تصمیم نیولی ، چې کال په کال به د شېخ زاید پوهنتون د محصلینو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راولو ، ترڅو ځوانان وکولای شي ، اړین وخت ته په پام سره لوړې زده کړې ترسره کړي ، چې د خپل هېواد د آبادۍ په خاطر دخدمت کولو مصدر وګرځي.
له دوکتور ګل حسن ولېزي وروسته د پلازمېنې کابله د راغلي هیت مشر پوهندوی محمدعمر د کانکور د ازموینې پروسه تشریح کړه ، ده زده کوونکو ته وویل ، د کانکور ازموینه یوه رقابتي پروسه ده ، نو هڅه دې وکړي ، د رقابت له لارې یوازې خپلې پرچې حل کړي او د نقل ورکولو او اخېستلو ډډه وکړي .
نوموړي همداراز د ازموینې په صحنه کې د حساب دماشین او نورو مخابروي وسایلو شتون ممنوع وباله او له زده کوونکو یې وغوښتل ، چې نوموړي وسایل د ازموینې صحنې ته داخل نه کړي .
د پلاوي دمشر له خبرو وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي خبرې وکړې ، والي نعیمي د خپلو خبرو په لړ کې په دې خوښي وښوده ، چې دشېخ زاید پوهنتون ورځ تر بلې د لوړو بریاوو خوا ته ځي او نن ورځ په کې ۲۴۶۰ تنه انجونې او نرینه زده کوونکي دکانکور ازموینه ورکوي .ده د دې له امله دشېخ زاید پوهنتون استادانو ، ولایتي ادارې ، دخوست او ټول افغانستان ملت ته مبارکي وویله ، خوست والي زیاته کړه ، د خوست شېخ زایدپوهنتون د هغو ملي پوهنتونونو شمېرل کیږي ، چې د هېواد د مختلفو ولایتونو ځوانان په کې پرته له کومې ستونزې خپلې زده کړې پرمخ بیایي .
والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې له زده کوونکو د ازموینې ورکولو پرمهال د نظم او دسپلین د مراعاتولو غوښتنه وکړه ، ده وویل ، هغه چاچې د زده کړو پرمهال خواري او زخمت ایستلی وي ، نن به ورته هېڅ ډول ستونزه په مخ کې نه وي ، ولې بیا هغه چاچې د خپل وخت څخه سالمه ګټه نه وي پورته کړي ، حتماً به د پرچې په حل کولو کې له ستونزو سره مخ وي .خوست والي دوی ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، تاسو ته د ټول هېواد هیلې او امیدونه دي ، نو هڅه وکړۍ ، د دې قېمتي چانس څخه پرځای ګټه واخلۍ او د دې هېواد او ملت لپاره ښه کدرونه جوړ شئ . تر څو د ښوکدرونو په شتون سره مو هېواد او هېوادوال له نېکمرغه ژوندانه څخه برخمن شي .
والي نعیمي له دوی وغوښتل ، چې د بې ځایه تبلیغاتو څخه متاثر نه شي ، بلکې دخپل وطن په سوکالۍ او پرمختګ کې په ګډه د الهي او وطني مسوولیت له مخې هرراز ستړیاوې وباسو ، قرباني ورکړو او دا هېواد له هرډول ناخوالو پاک او سرلوړی کړو. نوموړي وویل ، چېرې چې سوله امن او ملي یوالی وي ، هلته د بیارغونې پروسه ګړندۍ ، د خلکو ژوند ارام او لازم پرمختګونه وي .نو ددې لاسته راوړنو په صورت کې د هر افغان اسلامي او ملي دنده جوړیږي، چې مټې راونغاړي او خدمت وکړي .
د ویناوو کولو وروسته له پلازمېنې کابل څخه هغه بند مهرلاک صندوق چې د کانکور دازموینې د پوښتنې پرچې په کې وې ، د ټولو زده کوونکو ، محصلینو ،استادانو ، د ازموینې دکمېټې ، د ولایتي شورا د استازي او ژورنالستانو پر وړاندې د کابله د راغلي هیت له لوري خوست والي عبدالجبارنعیمي ته د هغې کېلي وسپارل شوې ، چې خوست والي د ټولو په وړاندې پرانېست .
له هغې وروسته خوست والي ، د ولایتي ادارې ملکي او نظامي چارواکي او د پوهنتون مشرتابه او استادانو د زرعت پوهنځي لپاره د جوړ شوي حیواني علومو د تحقیقاتو فارم د پرانېستو مراسمو ته یو ځای ولاړل . چې دخوست والي عبدالجبارنعیمي په لاس یې د پټۍ پرېکولو مراسم ترسره شول .
نوموړی تحقیقاتي فارم ، چې دADT لخوا د ۱۴۲۵۵۴یو لک دوه څلوېښت زره پنځه سوه څلورپنځوس امریکایي ډالرو په مالي لګښت د ولېزي شرکت له لوري د دوو میاشتو په جریان کې جوړ شوی دی، په کې د شنو او سړو خونو ترمیم، جالۍ لرونکي احاطه ، د چرګانو فارم ، د سرې جوړولو ځایونه او نورو برخو کې منظمو سېستمونو څخه برخمن دی ، د د ې په پرانېستو کې خوست والي عبدالجبارنعیمي په دې خوښي وښوده ، چې د خوست شېخ زاید پوهنتون کې داسې تحقیقاتي فارمونه جوړیږي ، چې له مخې به یې زیاتې ستونزې حل او هوارې شي .
دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې د د ې پوهنتون د طب پوهنځي لپاره۱۳۶بستریز تدریسي کدري روغتون ودانې چې په څلورو پوړونو کې په عصري ډول جوړه شوي وه، ګټې اخېستنې ته سپارل شوي وه .