څلوېښت ديناره

ګڼه :لومړی
ژباړونکی :محمدواصل وصال

دډیروپخوانوزمانوخبره ده .دعراق
دجیلان په یوه ښارګوټي کې یویتیم هلک
دخپل مورسره یوځای ژوندکاوه .موریې
یوه ډیره نېکه اوهوښیاره ښځه وه
.نوموړې ښځې غوښتل چې ځوی یې په
راتلونکي کې یوسترشخصیت شي
.نولومړنۍ زده کړې یې ورته پخپله په
کورکې ورکړې وروسته یې دکلي په مدرسه
کې شامل کړلدې وروسته یې ولیدل چې ځوی
له زدکړوسره ډیره مینه لري نوپرېکړه
یې وکړله چې ځوی باید دلوړوزده
کړولپاره کوم بل ځای ته واستوي .په
هغه وخت کې دبغداد ښار په ټوله نړۍ کې
د علم په برخه کې لوی شهرت درلود.
مګرپه هغه زمان کې بغدادته دخپل ځوی
لیږل هم څه اسانه کارنه واوبله داچې
له یوځای نه بل ځای ته سفرکول هم
ډیرګران و.ریل اوموټرخوپریږده حتا
اسونه اوګاډی هم په هغه وخت کې ډیرکم
ول خلکوبه په اسونواواوښانوسفرونه
کول دلارې په اوږدوکې به غله ناست ول
اوقافلې به یي لوټولې نوزیاتره
خلکوبه دقافلوپه شکل سفرونه کول .
په اتفاقي توګه په هغوورځوکې یوه
قافله بغدادته روانه وه موریې خپل
ځوی له دغې قافلې سره یوځای کړ
اودتلوپه وخت کې یې ورته خپل نصیحت
وکړ.
ځویه په هرحال کې رښتیاوایه ځکه په
رښتیاویلوکې لوی برکت دی .
ځوی یې هم د مورخبره په زړه کې غوټه
کړاودخپل مقصود مزل په لورراوان
شو.قافلې دبغدادپه لور حرکت
وکړقافلې تریوځایه سفرکړی وچې غلوپه
لاره کې پرې بریدوکړاولوټ ماریې شروع
کړاوټوله قافله یې لوټ کړله یتیم هلک
په یوخواکې غلی ولاړواودامهاجره یې
په ډیرې حیرانتیا سره څارله دده په
څیره کې کومه پریشاني اوویره نه
ښکاریدله يوغل په ډیرې وارخطای سره
دده خواته راغی اوپوښتنه ترې وکړه .
وایه هلکه تاسره څه دي ؟
هلک ځواب ورکړبلې هوماسره څلویښت
دیناره دي غله دهلک خبره ټوکه وګڼله
اوپه خپل مخ لاړ.څوشیبې وروسته یوبل
غل راغی هغه هم دلومړني غله په
څیرپوښتنه وکړه هلکه له تاسره څه دی
؟هلک هم هغه تکراري ځواب ورکړماسره
څلویښت دیناره دي ده هم دهلک خبره
ټوکه وکڼله اوپه خپل مخ لاړ له دې
ورسته یوبل غل راغی اوپوښتنه یې وکړه
چې له تاسره څه دي هلک سره ،هم هغه
یوځواب وماسره څلویښت دیناره دي
دهلک دځواب په اوریدوسره هلک یې له
لاس نه ونیوه اوخپل مشرته یې
یووړاوورته وویل چې باداره داکوچنی
هلک وايي چې له ده سره څلویښت دیناره
دي خوزه فکرکوم چې دی ټوکې کوي اوله
ده سره یوه ټکه هم نشته .
مشرډاکودهلک څېرې ته وکتل اوپوښته
یې وکړه ؟
ایارښتیاتاسره څلویښت دیناره دي ؟
هلک ځواب ورکړبلې هوزه رښتیاوایم
ماسره څلویښت دیناره شته .
مشرډاکووویل په کوم ځای کې دي پټ کړي
دي .
هلک ځواب ورکړزما دکمیس ترشا ګڼډل
شوي دي دغلومشرخپل یوکس ته وویل
ترڅودهلک کمیس څیرې کړي اودینارونه
ترې راوباسي غله دهلک کمیس څیرې کړل
ګوري چې په رښتیا سره پکې څلویښت
دیناره ګڼډل شوي دي .
دغلومشرپه ډیرې حیرانتیاسره دهلک
خواته نږدې شواوورته یې وویل ایا ته
نه پوهیږې چې مونږغله
یواوزمونږکاردکاروانونولوټول دي .
هلک ځواب ورکړپوهیږم مشرډاکووویل چې
پوهیږې نوتاولې درواغ ونه ویل .
هلک ځواب ورکړماته مورمې دراتلوپه
وخت کې ویلي وچې هیڅ کله به هم درواغ
نه وایې نومادخپل مورپه خبره عمل
وکړنوځکه مې درواغ ونه ویل ماته مې
ترڅلویښتودینارودمورخبره ډیرارزښت
لري .
دکوچني هلک خبرې په
ټولوغلوډیراغېزوکړاودوی له ځانه
سره په دې سوچ کې شول چې مونږه څومره
بې پروا زمونږنه خودغه کوچنی هلک
ډیرښه ځکه چې دته دخپل مورخبره دومره
ارزښت لري اوموږه بیادالله تعالی
نافرماني کوواوداخرت موهیرکړی دی
.نوهمداوي چې دغلومشردقافلې
دخلکومالونودوی ته بیرته سپاري
اودتل لپاره له غلا اوناوړه
کارونونه لاس اخلي .