
ويکي ليکس چې ډېرشنونکي يې د امريکايوه تابع وېبپاڼه ګڼي،په تازه خپرو کړو امريکايي رازونو کې ولسمشر کرزى د کابل مېشتي امريکايي سفير له خولې يو ډارن،ځانغوښتونکى،ناپوه او ناباوره ناکام رهبرګڼلى.
دا رازونه چې خپريدل يې يو دستوري عمل ګڼل کېږي،د دې خبرو ترخپريدو وړاندې امريکايي سفير کارل ايکن بيري د يوې اعلاميې په خپريدو سره وويل چې د افغانستان او امريکا اړيکې به زيانمنې نه کړي.
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر هم پرته له دې چې ترکاسې لاندې نېم کاسې وويني،ورته خبره وکړه او اوس همداسې وهم ليدل شول.
اوباما افغانستان ته راغى،خپل پوځيان يې وکتل خو ولسمشر کرزى بېچاره چې ترنېمې شپې په پردي کټ کې د استوګنې متل يې هېر دى،بېخي هېر شو لکه يو ملګري سره چې سړى غږيږي،اوباما ورسره په ټليفون پينځلس دقيقې خبرې وکړې.
دې ټکي ته په پام سره د اوباما سفر ښايي د کرزي د بې شخصيته کولو او ټيټ ښودلو لپاره د امريکايي هڅې يوه بريالى اقدام وګڼو.
له دې ورځو د خلاصيدو په هيله