روهي( نۍ/۲ د لیندۍ )، د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د مېرمنو لپاره ورزشي کلب جوړ شوی
دغه ورزشي کلب څلور میاشتې وړاندې د ښځو د برخې حقونو فعالو له خوا جوړ شوی دی.
د دغې کلب مسؤولینې وایي، د ورځې شاوخوا ٤٠ مېرمنې او جونې دغې کلب ته د ورزش کولو لپاره ورځي.
د ورزشي کلب د مسؤولینو پر وینا، د دغې ورزشي کلب د فعالیتونو په لومړیو ورځو کې دوی او هغه مېرمنې او جونې چې دغې کلب ته د ورزش لپاره راتللې د خلکو له لورې ځورول کېدلې، خو اوس د پخوا څخه د دوي ځورېدل کم شوي دي.
وروستي