د بريالي ژوند ۲۶۹ رازونه، کتاب چاپ شو

د بريالي ژوند ۲۶۹ رازونه، کتاب په دې وروستيو کې د پښتو ژبې ځوان ليکوال او ژباړن محمد پردېس لخوا خوږې پښتو ته راوژباړل شو، یاد کتاب په کندز کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په تخنيکي هڅو او په جلال آباد کې د ګودر کتاب خپرنځي په مالي لګښت د زر ټوکو په شمېر چاپ او بازار ته وړاندې شو.

ياد کتاب له مختلفو انګليسي او دري ژبو سرچينو څخه پښتو ژبې ته په ساده او روانو کلماتو ژباړل شوی دی، چې د بريالي ژوند د رازونو په هکله د نړۍ مختلفو برياليو مديرانو لارښوونې او تجربې له تاسې سره شريکوي.

کتاب په ښکلي صحافت کې د ۱۰۰ موخونو او همدارنګه د ښکلې پښتۍ په لرلو سره ترتيب شوی دی چې، په آستراليا کې مېشت افغان څېړونکي ډاکتر لطيف ياد، د کابل پوهنتون پياوړي استاد او مخکښ ژباړن ډاکتر عطا محمد میاخېل او ننګرهار مېشتې ځوان ژورنالېست او ژباړن حظرت عثمان نوري پرې ښکلې سريزې ليکلي دي او کتاب يې په هراړخيزه توګه ارزولی دی.

همدرانګه د کتاب د پښتۍ په برخه کې د ژباړن لنډه پېژندنه هم د نوموړي يو انځور سره کښل شوې ده.

مينه وال کولی شي چې ياد کتاب د کابل، جلال آباد، کندز، کندهار، بغلان، خوست، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو به نوموتو کتابتونونو کې ترلاسه کړي.