روهي( پنځه نۍ/۳۰ د لړم )، د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې د هند په لکنو ښار کې د ايکانا لوبډلې سره ۵۰ اوريزه تمريناتي لوبه ترسره کړه. په لوبه کې لومړی افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو توپوهنه وکړه چې په ۴۸.۵ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې وکړې. له ډلې يې رحمن الله ځدراڼ ۸۰ او فرهان زاخېل ۵۳ منډې ترلاسه کړې.
د ۲۶۷ منډو د هدف په تعقيب کې د ايکانا لوبډله په ۳۵.۳ اورونو کې وسوځېدله او ۱۳۰ منډې يې وکړې چې په ۱۳۶ منډو يې له افغان لوبډلې ماته وخوړله.
د افغانستان لپاره نور احمد ۴، شفیق الله غفاري ۳ او عارف خان ۲ لوبغاړي وسوځول.
د يادولو ده چې د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره د ۵ يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې د نومبر په ۲۲مه به پيل او د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
وروستي