د ولسمشری څوکۍ د پاره ځینو نوماندانو او د هغوی ټیمونو چې د فاسدو کړیو له خوا یې ملاتړ کیږي په هیواد انډوخر جوړ کړی او هره ورځ په غیر مستقیمه توګه د افغانستان خلکو ته ګواښونه کوي چې ګویا بحران به ر امنځته او هیواد به د ستر ناورین سره مخامخ شي که چیرې د دوی غوښتنې و نه منل شي.
دا نوماندان د هغو فاسدو او جنایتکارو کړیو د ملاتړ څخه برخمن دي کومې چې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو ،د ایف شپاړس الوتکو او د ډالرو د بوجیو ، همدارنګه د لویدیز ، د ایران او پنجاپستان د ګډ ناوړه پلان له مخې واک ته رسیدلي دي.
دا کړۍ په هیواد کې د نوي سلنه ټولو بدمرغیو ، ناخوالو ، لوږې ، بیکارۍ او نا امنیو عامل دي . دې فاسدو کړیو که د یوې خوا یوه فاسد اداره رامنځته کړي او د بلې خوا دا فاسدې کړۍ په مختلفو نومونو او بڼو سره ددې هیواد په مظلوم او ځپل شوي اولس باندې ملنډې وهي.
دا فاسدې کړۍ چې د لویدیز په همکارۍ ، د پنجاپستان او تهران په مرسته ، اتلس کاله کیږي ،واکمنې دي او نه غواړي په هیواد کې د خلکو د خوښې وړ ، د ریښتیني دموکراسۍ اوصولو باندې ولاړه اداره رامنځته شي.
په افغانستان کې درې ځله د اولسمشرۍ او پارلمان د پاره ټولټاکنې تر سره شوي دي د دې درې ټاکنو په پایله کې د پورتنیو فاسدو کړیو واکمني تر پخوا زیاته ټینګه شوي او دا څلرم ځل ټولټاکنې به هم ورته پایله ولري یعني د زورواکو او فاسدو کړیو واکمني.
ارګ به د پخوا په شان د فساد ځاله و اوسي . وزیران او ټول لوړ پوړي چارواکي به د متعصبو فاسدو کړیو په فرمایش او د ځانګړو اړیکو له مخې مقرریږي. د هیواد په مرکزی ولایتونو باندې د ارګ حاکمیت به ظاهري اړخ ولري خو په ماهیت کې به د متعصبو کړیو له خوا اداره کیږي. په نوموړو ولایتونو کې به ملي حاکمیت نه ، بلکې قومي حاکمیت وي.
د خراسان ، هزارستان او په نورو نومونو ډنډورې به زیاتې شي. د مرکزیت څخه د تیښتې په نوم فعالیتونو ګواښونه به زیات شي.
یعنې راتلونکي اداره به هم که هر یوه نوماند تر مشرۍ لاندې وي د پخوا څخه به زیاته فاسده او په تعصب ولاړه اداره وي. نا امني به زیاتیږي او د افغانستان د خلکو روا حقوق به د پخوا څخه زیات تر پښولاندې کیږي.
په دې کې شک نه شته چې د اولسمشری څوکۍ د پاره یو نوماند هم د افغانستان د اولس په منځ کې ځای نلري دوی ټول هڅه کوي چې د غیرقانوني میتونو څخه په استفادې سره خپل ځانونه واک ته ورسوي او د فساد رژیم له پخوا څخه زیات ټینګ شي.
د اولسمشری څوکۍ د پاره نوماندان ، واکمنې کړۍ او د کابل فاسده اداره ، د افغانستان په خلکو ملنډې وهي او دخپلو شخصي ګټو د پاره دې ته تیار دي چې افغانستان تباه شي.
هیواد د تورې تیارې خواته روان دی . که چیرې د افغانستان خلک او وطندوسته مشران او سیاسیون لاس په کار نه شي کیدای شي افغانستان د یوې سترې غمیزې سره مخامخ شي.
یو شمیر ګنډکاپ سیاستوال او چارواکي هڅه کوي چې خلکو ته ژمنې ورکړي چی همدوی دي چې هیواد د موجوده غمیزې او تورتم څخه ژغورلی شي. حتې خلکو ته د ناسم فکر ورکولو د پاره رسمونه او عکسونه خپروي.
یو د دوی د ناسمو کړنو څخه په هیواد کې د دروغجنې دموکراسی تر نوم لاندې د فساده ډکې ټولټاکنې دي.
ټولټاکنې د افغانستان د خلکو د پاره یوه لویه سرګرداني ده چې هیواد یې د سترو ستونزو سره مخامخ کړی دی. د افغانستان ټولټاکني د دموکراسی لرونکو هیوادونو سره توپیر کوي . په افغانستان کې زورواکان او جنایتکاران واکمن دي او دوی هم داسې ټولټاکنې تر سره کوي چې د زورواکۍ نظام د پخوا څخه ځواکمن او لوټماري تر پخوا رسمي او قانوني شي.
دا ټولټاکنې شفافیت او پرمختګ نه رامنځته کوي بلکې دا ټولټاکنې په افغان اولس باندې ملنډې وهل دي چې ګویا د دوی د رایو په بنسټ دا فاسده اداره را منځته شوي ده.
افغان ولس د خاینې ، مزدورې او وطن دښمنه مافیا ګانو په لاسونو کې یرغمل شوی دی.دا مافیا ګانې عبارت دي له پوډرو کاروباریان ، تیل او ګاز ، د ځمکو د غصب، قیمتي کاڼو او نورو څخه ، چې ټولې د یوه متحد قوت په توګه د اولس د غوښتنو په وړاندې ولاړې دي.
دې مافیا ګانو په هیواد کې یو فاسد او دیکتاتوري نظام رامنځته کړی دی چې هر ډول بشري حقوق او د بیان ازادی په کې تر پښو لاندې کیږي. دا مافیا چې د هیواد بشپړ واک د ځانه سره لري ټول دولتی ارګانونه او نظام د دوی په چوپړ کې دي.
ددې حالت څخه د افغانستان خلک خورا په ستونزو کې دي چې د هیواد دا حالت خورا خطرناک او یوه سراسری پاڅون ته زمینه برابره شوي ده.
د افغانستان اولس په درو جبهو کې د تیري لاندې دی:
باید ووایو چې دا جبهی د ټاکلی همغږۍ له لارې په افغانستان کې فعالیت کوي ددې جبهو اساسی مزي په پنجاپستان ، تهران او نورو هیوادونو کې دي. دوی نه غواړي چې یو په دموکراسی ولاړ ، ودان او ځواکمن افغانستان رامنځته شي.
داخلی لوټماره مافیا تر ټولو زیاته ځان وطندوسته او دموکراته وایی خو په عمل کې دوی په افغانستان کې د دیکتاتورۍ نظام رامنځته کړی دی چې موجوده اداره ، مختلف ارګانونه او موسسات یی ټول په چوپړ کې دي.
دا مافیا په هیواد کې د دموکراسی او ټولټاکنو خبرې کوي خو په عمل کې د دموکراسی په وړاندې هم دوی خنډونه رامنځته کوي. دې مافیا ددې له پاره چې په ټولټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون مخه ونیسي مختلفی پلمې یې رامنځته کړې.
تر هر څه مخکی باید وویل شي چې پر کابل واکمنه مافیا ، متعصبه مافیا ده چې هڅه کوي داسې میکانیزمونه رامنځته کړل چې د اکثریت خلکو د رایو ورکولو مخنیوی وکړي.
دا ډول نور ځینې تاکتیکونه و ، چې حاکمې مافیا د افغانستان د خلکو په ضد وکارول. دوی هڅه وکړه چې ټولټاکنې داسې مهندسي کړي چې یوازې هغه کسان پارلمان ته لاره پیدا کړي او یا د اولسمشرۍ څوکۍ ته بریالی شي چې دا مزدورې مافیاوې یې غواړي.
له بده مرغه د کابل اولسمشری هم د نوموړی کړیو فرمایشونه ټول ومنل او په دې ډول یې د افغانستان خلک د خپلو مشروع او قانوني حقوقو څخه محروم کړل.
همدا خبره وه چې د واکمنو مافیایی ډلو له خوا د افغانستان اکثریت اولس د رایو ورکولو د حق څخه بې برخې شو. د رایو ورکولو د شرایطو لرونکو څخه لسمې برخې هم رایه ورنکړه. همدارنګه په مختلفو پلمو سره هغه چا چې رایه ورکړیده ، د هغو رایی هم تر پوښتنی لاندې راوستل شوې:
اوس د ټولټاکنو کمیسیون سره د هیواد رایو ورکونکو څخه د ډیرو محدودو کسانو رایی ، یا په بل عبارت د هغو سیمو رایې چې د لوټماره مافیا هلته نفوذ لري موجودې دي. چې د افغانستان خلک په دا ډول ټولټاکنو باندې خندا او افسوس کوي.
خو لوټماره مافیا بیا هم په پورتنیو تاکتیکونو بسوالی ونکړ او هڅه یې وکړه چې نوموړي رایې هم بیکاره او جعلي په ډاګه کړي:
باید ووایو:
- راتلونکي اداره او په ځانګړي توګه کابینه به تر ټولو فاسده او بیکاره وي.
- راتلونکي اداره به تر ډیره بریده د پنجاپستان او تهران د اجنداو سره سم حرکت کوي.
- راتلونکي اداره به هم په ملي ګټو باندې د پخوا په شان د خپلو شخصي او تنظیمي ګټو د پاره ، سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
- جګړه او بې ثباتي به د پخوا څخه زیاته شي.
- ارګ به کمزورۍ او د لنډغرو انډوخر به زیات شي.
- دا ټولټاکنې هیڅکله د اکثریت د خلکو د ارادې بیانونکي ندي
- انتخاباتي ټیمونه د فاسدو کړیو او افرادو څخه تشکیل شوي و.
- دې ټولټاکنو په ډاګه کړه چې راتلونکی اداره به د هر چا تر مشرتوب لاندې راځي مشروع اداره به نه وي
- دې ټولټاکنو په ډاګه کړه چې په افغانستان کې هیڅکله دموکراسی وجود نلري .
- دا په ډاګه شوه چې په خپله دولتی اداره او حاکمې کړۍ د رښتیني دموکراسۍ په لاره کې خنډ دي.
- دا په ډاګه شوه چې د رڼا ټولټاکنو په مخ کې خنډ نه یوازې داخلی کړۍ دي بلکې د سیمې ارتجاع هم ده.
- دا په ډاګه شوه چې راتلونکی اداره به ډیره کمزوري او فاسده وي.
خو بیا د فاسدو کړیو او مافیا ملنډې د هیواد په اولس او برخلیک باندې دوام لري دوی د هیواد خلک یرغمل نیولي دي . د خلکو ارادې څخه ویریږي او یوازی غواړي د مزدورو او زورواکو کړیو :
له لارې د لویدیز په ځانګړي توګه د امریکا د استازي په شتون کې یوه فاسده ، بیکاره ، اولس او وطن دښمنه اداره رامنځته کړي.
اوس حالاتو د پخوا څخه ډیر بدلون موندلی دی:
اوس په ټول افغانستان کې د موجوده واکمنی مافیا (چې د مذهب، ژبې، سیمې او توکم شاته پټیږي) عمومی کرکه په زیاتیدو ده. خلک د یوه نوي انقلاب خواته روان دي داسې انقلاب چې په نړۍ او سیمه کې به نوي بڼه وي.
خلک بدلون غواړي. اساسی بدلون ، داسې بدلون چې اوسنۍ فاسد ، په ظلم او فساد ولاړ نظام پکې ړنګ او ولسي واکمني رامنځته شي. یوازې او یوازې اولسی حاکمیت کولی شي رښتیني دموکراسي رامنځته کړي.
له دې امله اړینه د:
د افغانستان د خلکو د پاره د فاسدو کړیو له خوا ملنډې د زغم د اندازې څخه وتلي دي او خلک به دا ستونزه په ډیره ماهرانه توګه اواره کړي.