قېس احمد خپله لوبډله بریا ته ورسوله   

روهي( څلورنۍ/۲۹ د لړم )، ټي ټين ليګ کې افغان ليګ بريک توپ اچونکي قېس احمد د ښه توب اچونې( ٢ اورونو کې يې درې لوبغاړي ) وسوځول او د نوموړي لوبډلې بنګله ټايګرز بريا خپله کړه.
 
د بنګله ټايګرز لوبډلې لومړى توپوهنه ترسره کړه، چې په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې ترلاسه کړې. د دوى له ډلې رېلي روسو ٤٤ ناسوځېدلې، انډري فليټچر ٤٢ او کولين انګرام ٢٣ منډې ترلاسه کړې.
 
د ټيم ابوظهبي له لوري بيا بين لاغلين ٢ او مرچنټ ډيلانګى ١ ويکټ ترلاسه کړه.
 
د ١٣٠ منډو د هدف په تعقيب کې ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٢ منډې وکړې او په ٢٧ منډو يې د بنګله ټايګرز څخه لوبه وبايلله. د دوى له لوري اويشکا فرنانډو ٥١ او لوک رايټ ٢٠ منډې ترلاسه کړې.
 
قیس د ښې لوبې کولو په خاطر د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.