د هند سینما ته نوې راغلې څېره

روهي(درې نۍ/۲۸ د لړم)، د بالیوډ د مشهور اداکار شاه رخ خان لور سهانا خان په یو لنډ فلم کې د اداکارۍ سره خپل هنري ژوند پیل کړ. د سهانا د لمړمي فلم کیسه هم د یو داسې هنرمندې کیسه ده چې د فلمي نړۍ د یو ډیر لوی او بانفوذه اداکار لور په فلمونو کې اداکاري کوي او هغه هم د نوم پیدا کولو لپاره د عادي اداکارو پشان ځان کړوي او خواري کوي. په دغه فلم کې ښودل کیږي چې په اداکارۍ کې نوم یواځې هغه کسان پیدا کولی شي چې هنر لري. د هند رسنۍ وایي چې سهانا دا وخت د نیویارک په پوهنتون کې زدهکړې کوي هغې خپلې لمړۍ زدهکړې د نوی دیلي نه ترسره کړیدي.