له ډاکټر ذاکر نايک پوښته: آيا د سيکانو د مذهب بنسټګر (ګورو نانک) مسلمان وو؟

له ډاکټر ذاکر نايک پوښته: آيا د سيکانو د مذهب بنسټګر (ګورو نانک) مسلمان وو؟
ډاکټر نېک محمد ويال

د اسلامي نړۍ د ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه يو هندي سيک پوښتنه کړې، چې آيا د سېک مذهب بنسټ اېښودونکی او مشر (ګورو نانک) مسلمان وو او کنه؟

ډاکټر ذاکر نايک يې پوښتنه په لاندې ډول ځواب کړې:
مسلمان د عربي ژبې کلمه ده چې مانا يې ده، هغه کس چې پر يو خدای او د الله (ج) په مطلقه ځواک باور لري. سېکان پر لسو لارښوونکو يا مذهبي مشرانو باور لري چې لومړی بسنټ اېښودونکی يې (ګورو نانک) او وروستی يې (ګورو ګوبېنډ) وو. د ګورو ګوبېنډ په باور چې د سېکانو مذهبي لېکنو څخه دی راغلي دي.

"خدای رېښتنی دی، خدای خالق دی، خدای له وېرې او غوښتنو لېرې او مستثنا دی، هغه بشپړ وجود لري، خدای تل پاتې دی، خدای لوی او مهربان دی. نو دغه کلمې د سپيڅلي قرآن د سورت اخلاص دغه مبارکو آيتونو سره ورته والی لري."

"[سُوۡرَةُ الإخلاص]
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ
ووايه: هغه الله دى، یوازي يو دی؛
اللَّهُ الصَّمَدُ
الله هیچا ته اړ نه دى او ټول هغه ته اړ دي؛
لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ
نه هغه څوك زېږولى دى او نه هغه زېږول شوى دى؛
وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدٌۢ
او هیڅوك د هغه سيال نشته."

نو که چېرې تاسې د سېکېزم په اړه فکر وکړئ هغه مذهب دی چې پر يو خدای باور لري. په دغه مذهب کې خدای صاحب، خالق، يوازينی رېښتنی خدای، رحيم او مالک ذکر شوی دی. نو دغه ورته والي ته په کتو زه فکر کوم چې (ګورو نانک) مسلمان وو يانې د عربي ژبې د لغوي مانا پر اساس مسلمان هغه څوګ دی، پر يو خدای باور لري.

خو د سېک مذهب په اړه چې عالمان وايي، دغه مذهب په ۱۵مه پيړۍ کې په پنجاب کې منځ ته راغی. عالمان وايي چې دغه مذهب د اسلام او هندويزم ګدونه ده.
(دغه هغه څه دي چې عالمان يې وايي.)

نو په دې اساس (ګورو نانک) باور درلود چې خدای د چا څخه نه دی پيدا شوی، خدای ورته او انځور نه لري، خدای له ټولو زورور دی. خو په ځانګړي ډول ما (ذاکر نايک) د ګورو نانک په اړه نه دي لوستلي چې ايا هغه پر الله (ج) او حضرت محمد مصطفی (ص) بارو درلود او کنه؟ پورته ذکر شوې ځانګړنو ته په کتو (ګورو نانک) مسلمان وو، خو دا نه ده مالومه چې هغه ايمان درلود او کنه؟

له بدمرغه د وخت په تېرېدو سره لاس وهنې شوې دي. د بېلګې په ډول که چېرې له ما څخه د حضرت عيسی (ع)، حضرت ابراهيم (ع) په اړه پوښتنې وشي، نو زه پرته له شک ووايم چې دوی مسلمانان وو. دا ذکر په انجيل او سپيڅلي قرآن کريم کې راغلی دی. خو په انجيل کې چې کومې لاس وهنې شوې دي، او په څرګند ډول دغه لاس وهنې د خدای خبرې نه دي او دوی (بې لارو شوو) په کې ورزياتې کړې دي.

څه ډول چې په انجيل کې لاس وهنې شوې همدا ډول د سېکېزم په لېکنو کې هم لاس وهنې شوې او له بدمرغه چې خلکو د (ګورو نانک) او نورو عبادتونه پيل کړل. نو که چېرې د سيکانو اوسنۍ کړنې او عبادتونه په نظر کې ونېول شي نو د دوی مذهبي مشر مسلمان نه وو او نه دی خو که چېرې د هغې باور ته پام وشي نو هغه مسلمان وو.