
( دنيا الوطن ) د مصر د حج او اوقافو په وزارت کې د ديني لارښونې لوې مدير الشيخ احمد ابو يوسف د ايډز ناروغه ، چې مړ شي شهيد بولي نوموړې پر هغه حديث دليل نيسي ، چې څوک ، چې د اسهال يا د ګیډې له درده مړ شي دا شهيد دی . ده د خلکو پام دې ته را اړولې ، چې ٪90 پر ايډز اخته ناروغان د خپل عمر په پای کې الله ته رښتيني توبه وباسي . ( المصري اليوم ) ورځپاڼې 2007 / 12 / 3 مه نېټه د مصر د عامې روغتيا په وزارت کې د ساري ناروغيو د مخنيوي د رياست د رئيس ډاکتر ممدوح وهبه له خولې کښلي : « په مصر کې پر ايډز اخته کسانو ارقام اټکلي دي د 1986 ز څخه راديخوا په مصر کې پر ايډز اخته ناروغانو شمير 2086 ته رسيږي او ډير شمير يې مړه شوي او 960 پرته نور نه شته . ډاکتر وهبه په هغه ورکشاب کې د يوې مصرې ټولنې ، چې د کورنۍ په اړه څيړنې کوي جوړ کړې و د روغتيا نړيواله ټولنه تورنه کړه ، چې دوی د ايډز د ناروغه شميرې ناسمې ښودلي دي . د الازهر پوهنتون استاد احمد رجاني وايي يو شمير هغه ناروغان ، چې پر ايډز اخته شوې دا نه مني ، چې دوی اړينې طبي معاينې تر سره کړي تر څو معلومه شي ، چې دوی د ايډز پر ويروس ککړ دي او کنه ؟ نوموړې زياتوي ، چې اوس د نړۍ په کچه 32 ميليونه وګړي پر ايډز اخته دي يو ميليون يې د سوډان په سهيل کې دي ، عربي هېوادونه په هغو سيمو کې شميرل کيږي ، چې د ايډز کم ناروغان لري خو د ايډز دخپريدو په کچه د نړۍ دويمه سيمه بلل شوې .