ایا پوهېدئ چې کولسترول یوازې مضره ماده نه ده؟

روهي(دوه نۍ/۲۷ د لړم)، د زیات شمیر خلکو په باور کولسترول یوه مضره ماده ده چې د رگونو د بندیدو سبب کیږي او د انسان روغتیا له گواښ سره مخامخ کوي، خو کولسترول چې د بدن په هر سلول کې پیدا کیږي، گټور او مضر ډولونه لري. په بدن کې د ښه کولسترولو لوړیدل ددې سبب کیږي چې بد کولسترول د وینې نه ځیگر ته لاړ شي. ځیگر بد کولسترول ټوټه ټوټه کوي او پاتې شوني یې له بدن بهر د باندې ختموي. د وینې منظم ازمایش او د بدن د ښه او بدو کولسترولو په کچه پوهیدل هر شخص مهم دي، ځکه د وینې لوړ کولسترول تر هغه چې د جدي او گواښوونکو مشکلاتو سبب شوي نه وي په کلي توگه نښې نښانې نه څرگندوي مشبوع غوړ چې په حیواني محصولاتو کې لکه هگۍ، شیدو، کوچو، پنیر او سرې غوښې کې زیات دي دLDLیا بدو کولسترولو اصلي منابع دي. نباتي محصولات لکه د زیتون غوړي، حبوبات، غله دانې، مغزیات او همداشان کب او د کب غوړ د HDL یا ښه کولسترولو منابع دي.