دشېخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو لپاره کدري روغتون ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

دا ودانۍ چې دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت د انکشافي بودجې په مرسته په څلورو پوړونوکې څه د پاسه ۳۹ ملیونو افغانیو په مالي لګښت جوړه شوي ، د روان لمریزکال د قوس میاشتې په اوومه ۷ نېټه دخوست والي عبدالجبارنعیمي او د لوړو زده کړو وزارت تدریسي معین پوهنوال محمدعثمان بابري له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخېستنې ته وړاندې شوه .
هغه مراسم چې له همدې امله د شېخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې نیول شوي وو، په خوست والي او د پلازمېنې کابل څخه راغلي هیت سربېره ، د شېخ زاید پوهنتون ریس دوکتورګل حسن ولېزي ، د پوهنتون استادانو ، محصلینو ، د ولایتي شورا وکیلې زهره جلال ، دولایتي ادارې ریسانو او په خوست کې دعلم او فرهنګ مینه والوبرخه اخېستي وه .
د پاک قرآن دمبارکو آیتونو له تلاوت وروسته دپوهنتون ریس دوکتور ګل حسن ولېزي خوست والي عبدالجبارنعیمي او راغلي هیت ته د ښه راغلاست وایلو تر څنګ د پوهنتون په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت په همکاریو رڼا واچوله . د نوموړي په وینا د لوړو زده کړو وزارت د شېخ زاید پوهنتون سره د پام وړ مرستې کړي ، له دې جملې یې یوه د شپې پوهنځۍ منظوري ، چې په نوي کال کې به په فعالیت پیل وکړي ، چې په نوموړي پوهنځۍ کې به هغه کسان ، چې د ورځې له خوا په کاروبار او یا هم په وظایفو کې بوخت دي ، خپلې لوړې زده کړې پر مخ بوزي او همداراز ددوو ډېپارټمېنټونونو په پوهنځيو بدلول دي .د والیزي په وینا چې د مخادره موادو پرضدوزارت د راغلي بودجې په اساس د انجونو لپاره د لیلیې وداني او په خوست کې د ADTټيم په مرسته د کرهنې او مالدارۍ پوهنځي محصلینو لپاره د حیواني فارم جوړول هغه لاسته راوړنې دي ، چې شېخ زایدپوهنتون محصلینو په روزنه کې ډېرې اغېزمنې تمامې شي .
نوموړي د خپلې ویناپه وروستۍ برخه کې وویل ، دامهال په دې پوهنتون کې ۲۷۰۰ محصلین په زده کړو بوخت دي ، ممکن په نږدې راتلونکي کې یې شمېر تر ۶۰۰۰ زرو ورسیږي ، ده په دې برخه کې د لوړو زده کړو له مسوولینو څخه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه .
له دوکتور ګل حسن ولیزي وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي د خپلې ویناپرمهال له پلازمېنې کابل څخه راغلي هیت په راتګ ، د طب پوهنځي لپاره د کدري روغتون په جوړېدو، د ژورنالېزم او کمپيوټر ساینس د ډېپارټمېنټونو په پوهنځیو بدلولو خوښي وښوده .
د والي نعیمي په خبره موږ په دې هڅه کې یو ، چې په خوست کې د پوهنتون محصلینو لپاره د پام وړ کارونه وشي ، ترڅو دوی وکولای شي ، چې په راتلونکي کې د خپل هېوادته د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او له استادانو یې غوښتنه وکړه ، چې د محصلینو په ښه روزنه کې پوره هڅې وکړي .
والي عبدالجبارنعیمي د خپلو خبرو په لړ کې د دې یادونه وکړه، چې ځوانانو ته په کار دي ، چې زده کړو ته مخه کړي او له دې لارې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي .د ده په وینا هر هېواد د علم له امله په خپله د ترقۍ او پرمختګ په لوري ګام اخلي .
نعیمي زیاتوله ، چې خوست ته په راتګ یې تر ټولو دمخه امنیتي وضعې د برقرارولو په موخه یې د امنیتي ارګانونو سره له نږدې کار کړی ، چې په پایله کې یې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډېرښه شوی ، چې ښه بېلګه یې د د سنبلې د ۲۷ د ولسي جرګې لپاره ټولټاکنې وې .چې پرته له کومې امنیتي ستونزې ترسره شوې .همداشان په ټولو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونوپه شتون سره دولتي حاکمیت پياوړی شوی دی .
والي نعیمي زیاته کړه ، چې په تېرو اتو ۸ میاشتو کې یې د ځمکو پرسر قومي شخړې ، چې له امله یې ځوانان د پوهنتون او ښوونځيوبې برخې کړي وو، هوارې کړلې .ده وویل د حیدرخېلو او د ورزې د لېوانخېلو ترمنځ د ځمکې پر سر د لانجې له امله د پوهنتون محصلینو نه شوای کولای ، چې پوهنتون ته تګ راتګ وکړي .همداراز د ګربزو او د شمل قوم څخه د چڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د نیول شویو ۶۳ وسلوالو اربکیو په نوم جنګیاليوله جملې یې ۵۸ تنه دښوونځیو زده کوونکي وو.
د ده په وینا موږ د خپلو هڅو په پایله کې پردې بریالي شوي یو ، چې خلک د وروروژنې او شخړو څخه راوګرځوو، پرځای یې سولیېز ژوند ته راوبولو .
په دې موده کې د اداري فساد او د غاصبینو پروړاندې جدي مبارزه شوي ، چې په ترڅ کې یې دپام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي . نعیمي وویل ، په هغه اداره کې چې رشوت ،اختلاس او بې ځایه ځورونې وي ، له امله یې په نوموړي اداره باندې باور له منځه ځي ، په پایله کې د دولت او ولس تر منځ واټن پيداکیږي.
نوپه همدې موخه مو کلک هوډ کړی ، چې په دې ولایت کې یادې ستونزې له منځه یوسو او ادارې موولس ته یوازې دخدمت کولو جوګه شي .
خوست والي د پوهنتون له استادانوغوښتنه وکړه ، چې پياوړي وطندوسته کدرونه وروزي ، تر څو په دې سره په دې ولایت کې د دولتي ادارې موجوده ستونزې حل شي .د نوموړي په وینا دا وخت په ځينو ادارو کې دکدرونو دنشتون له امله یو شمېر پوستونه خالي دي ، نو په دې برخه کې یې له دوی د ښو کدرونو د روزنې هیله وکړه . همداشان نوموړي د پوهنتون په استادانو غږ وکړو ، چې د حقوقو پوهنځي محصلین دې د دې ولایت محاکمو او څارنوالیو ته د عملي زده کړو په موخه ولېږي ، ترڅو په راتلونکي کې نوموړي محصلین ښه قاضیان او څارنوالان ټولنې ته وړاندې شي .ده په دې برخه کې د خپل اړخه د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.د خوست والي عبدالجبارنعیمي د طب پوهنځي د کدري روغتون د ودانۍ په جوړېدو خوښي وښوده ، د ده په خبره چې دلته به خلک ښه وروزل شي ، موجوده ستونزې به ورسره هوارې شي . چې له دې وروسته به دعادي ناروغیو له امله نورو هېوادونو ته نه اړکېږو.
ده له محصلینو وغوښتل ، چې د زد ه کړې پرمهال د هرډول غفلت څخه لاس واخلي ، ترڅو د خپلو هڅو په نتیجه کې وکولای شي ، دې ځورېدلي ولس ته په هره برخه کې ښه خدمت وکوي .
والي نعیمي زیاتوله ، په خوست ولایت کې له نېکه مرغه ۱۷۷۰۰۰ یو لک اوو اویا زره زده کوونکي د پوهنې په چوکاټ کې ښوونځيو ته ځي ، له دې جملې یې تر ۴۰۰۰۰څلوېښتو زرو پورې انجونې دي .دا ښکاره خبره ده ، چې د خوست خلک د علم د زده کړې سره ځانګړي مینه لري .ده له ښوونکو او استادانو څخه غوښتنه وکړه ، چې په خوست کې د د مطبوعاتو له لارې د عامه پوهاوي په موخه کار وکوي، تر څو په غرونو کې وسلوال کسان پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو ته مخه کړي او د خشونت پرځای یې په کورونو کې د علم روښانه څراغونه بل شي .
د د ه په وینا د هر ډول بیارغونې څخه د ذهنونو جوړېدنه ډېره مهمه او اړینه ده ، که چېرې یو ځل ذهنونه جوړ شي ، نو ورسره هر څه پرمختګ کوي او دا یې دښوونکو او استادانو مسوولیت وباله .
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي هیت غوښتنه وکړه ، چې د شېخ زاید پوهنتون سره مرستو ته دوام ورکړي ، ترڅو محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او خپلې زده کړې په ښه شان سرته ورسوي .
ده د خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
له خوست والي وروسته د پوهنتون تدریسي مرستیال ډاګټر ګل نواز د انجونو لپاره لیلیه ، د یوې پياوړي انټرنېټي شبکې فعالول ، د ۱۷ پایو پروجکټورونو او لپ ټاپ کمپيوټرونو تر لاسه کول ، د برېښنالوی جنراټور ، کتابتون او د حیواني فارم جوړېدل هغه لاسته راوړنې وبللې ، چې د محصلینو په عملي او نظري زده کړو به مثبت تاثیرات ولري .
له ده وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تدریسي معین پوهنوال محمدعثمان بابوري په دې خوښي څرګنده کړه ، چې د لومړي ځل لپاره خوست ولایت ته په داسې حال کې راغلی ،چې د شېخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي لپاره کدري روغتون ګټې اخېستنې ته چمتوشوی او تر څنګ یې په دې ولایت کې د بیارغونې زیات کارونه شوي د . د بابوري په خبره د افغانستان په کچه ۱۲ سابقه لرونکي پوهنتونونه لرو، خو تردې وخته په دې پوهنتونونو کې د کدري روغتونونو په جوړولونه یو بریالي شوي ، خو د شېخ زاید پوهنتون سره له دې چې د فعالیت موده یې دومره سابقه هم نه لري ، بیاهم د نورو امتیازاتو ترڅنګ د ۱۳۶ بستریز روغتون څخه برخمن شوی دی .
همداشان ده زیاتوله ، چې د شېخ زاید پوهنتون د نړیوال بانک د پوښښ لاندې راغلی ، همداشان د انټرنېټ د شبکې له لارې د نړۍ سره وصل کیدونکی دی .نو ده هیله وښوده ، چې په کم وخت کې به د اسیاپه کچه د پوهنتونونوسره په هر ډګر کې دا پوهنتون سیالي وکړی شي .د ده په وینا د دې پوهنتون یوه بله ځانګړنه داهم ده ، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ځوانانو ته یې خپله غېږه خلاصه کړي او په دې پوهنتون کې پرته له کوم ژبني ،سمتي او قومي توپيرونو خپلې زده کړې پرمخ وړي او دا یې د افغانستان یو ملي پوهنتون وباله .معین بابوري وویل موږ به د نورو پوهنتونونو ترڅنګ شېخ زاید پوهنتون ته په همدې وجه زیاته پاملرنه وکړو او خوستوالو ته یې ددې لویو لاسته راوړنو مبارکي وویله .