د ماشومانو د مړیني په هکله د یونیسف اعلامیه

روهي(یوه نۍ/۲۶ د لړم)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې په زیات شمیر د ماشومانو د مړینې پرلوړې کچې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د انګولا او سیرالیون وروسته دا هیواد د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې له امله په نړۍ کې درییم هیواد دی. نن د نوامبر ۱۷ مه په ټوله نړۍ کې د ټاکلې مودې وړاندې د ماشومانو د زیږون ورځ ده. " یونیسف" د راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې د پنځه کلنو ښکته عمر په هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په لوړه کچه د ماشومانو د مړینې یو لوی دلیل د ټاکلې مودې وړاندې د ماشومانو زیږون ښودلی دی. د ملګروملتونو د شمیرنو له مخې تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د زیږون پرمهال د ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو تنو کې ۶۲.۳ تنه وه، چې سږکال هم په همدې اندازه یې اټکل کیږي.