سپی

 د سيمنار نه ستړې ستوړی راغلم نو په پخلنځي کې کيناستم او نور د سيمنار ګډونوال هم وو ډېر ګرم بحث روان وو نو ما په يوه بېلګه کې د غلو او جنګسالارانو تشبه د سپی سره وکړه. د شپې چې ويده شوم په خوب کې راته يو سپی راغی او زما په ښپو کې يې سر کېښود او په ژاړه شو. په سلګو سلګو کې يې راته وويل تا ولې موږ د هاغه انسانانو سره تشبه کړو چې د پرديو په خدمت بوخت دی. موږ کله پردې خپل کور ته راپرېښي او يا مو د خپل کور غړي داړلي دي. په ژاړه ژاړه يې راته کړل موږ سپي يو خو د ځينو خلکو تشبه موږ سره زموږ سپکاوی دی. چې راويښ شوم نو فکر واخيستم چې په ريشتيا هم ډېر کله يو چا ته د سپي خطاب کول د سپي سپکاوی دی.