د هند په میلیونر خپرونې کې د محمد شهزاد په هکله پوښتنه وشوه

روهي(نۍ/۲۵ د لړم)، د هند په یو تلویزیوني خپرونه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ویکټ ساتونکي محمد شهزاد د یوې لوبې په هکله پوښتنه وشوه چې که سم ځواب ورکړل شوی و، ۷ میلونه هندي کلدارې انعام یې درلود. پوښتنه د "ډیزرټ ټي ټونټي" یا صحرا جام لوبو په هکله وه چې په ۲۰۱۷ کال کې په عربي متحده اماراتو کې د اتو لوبډلو تر منځ وې. ګډون کوونکي ته څلور نومونه ورکړل شوي و چې د افغانستان پخوانی کپتان نوروز منګل، د بنګله دیش پخوانی کپتان، شکیب الحسن، پاکستانی لوبغاړی محمد حفیظ او د افغانستان ویکټ ساتونکی محمد شهزاد پکې شامل و. د خپرونې ګډون کوونکي ته دا فرصت هم ورکړل شوی چې که پوښتنې ته ځواب ونه وایي، یوازې یو میلون هندي کلداري انعام ورکول کیږي چې هغه همدا کار وکړ.