
روهي( نۍ/۲۵ د لړم )، د اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام په لړ کې افغانستان ايمرجينګ لوبډله نن له عمان ايمرجينګ لوبډلې سره لوبه ترسره کوي. د لوبې په پيل کې پچه افغانستان ګټلې او لومړی يې د عمان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې.
عمان ايمرجينګ لوبډلې په ۴۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې جتيندر سينګ ۷۲ زياتې منډې وکړې.
د افغانستان لپاره طارق ستانکزي ۴، عبدالواسع ۲، نجات مسعود او عظمت الله عمرزي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
افغانستان په ۸.۵ اورونو کې ۳۰ منډې کړي او کوم لوبغاړی يې نه دی سوځېدلی. شاهدالله په ۱۷ او عبدالمالک په ۱۳ منډو توپوهنې ته ولاړ دي.