موږدورکې خلک نه يو

ياره پوه شه موږدورکې خلک نه يو
زموږژوندپايي په مينه څه دکرکې خلک نه يو
دروندټبريو،درانه ؤ،درانه به اوسو
درانه مرو،ګورۍ دسپکې خلک نه يو
سرپرې ږدوخوسنګرنه پرېږدودښمن ته
مورچل ساتودتره پکې خلک نه يو
بل ته ګوته نيسوخپل ځان ته هم پام کړو
چاويل چې دنيوکې خلک نه يو
موږسندان غوندې وهلوکې پاخه شوو
اغياروايي چه دکلکې خلک نه يو
دهرچا ډول ته ګډاموخوښه نه ده
څه په شانې دنانزکې خلک نه يو
په غمونوکې پيداغموکې لوي يو
دمزواودچړچکې خلک نه يو
دغيرت شمله مورسي تراسمانه
اغياروايي چه دځمکې خلک نه يو

ميرنوازروهين 01.12.2010
جرمني ،اوفن باخ
ددرواغويارانې
خدايه څنګه يارانې شوې ددرواغو
بل دوران دی زمانې شوې ددرواغو
څه باوربه دپرديو په قيصو کړم
چه ديارټولې وعدې شوې ددرواغو
دزيړي مازديګري به څه مزه وي
دوصال چه ورځې شپې شوې ددرواغو
نه محفل اونه په ميو کې اثرشته
ميکدې اوپيمانې شوې ددرواغو
ځکه پټ حقيقتونه شول له سترګو
درښتيا په کورچه شپې شوې ددرواغو
درباب غږکې دمينې هنرنه شته
سازاوازاوترانې شوې ددرواغو
دګلبڼ څېره بدله بل شان ښکاري
دپسرلي نسيم وږمې شوې ددرواغو
دمجلس تنده په چاي کله ماتيږي
دساقي چه سترګې سرې شوې ددرواغو
دليلا مجنون قيصه دتاريخ باب شوه
ددې عصرافسانې شوې ددرواغو
څه الهام به وي ستا شعرکې روهينه
د بلبل اوګل نخرې شوې ددرواغو

ميرنوازروهين 01.12.2010
جرمني ، اوفن باخ