روهي(پنځه نۍ/۲۳ د لړم)، ه پنځوس اوریزو سیالیو وروسته دې لوبو لپاره په افغان لوبډله کې ځینې بدلونونه راغلي دي. ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز او فرید احمد ملک یو ځل بیا په لوبډله کې اخیستل شوي دي. وروستی حال دا دی چې وېسټ انډیز د ۲۰ اورونو له لوبې وروسته ۱۶۴ منډې کړې او ۵ لوبغاړي یې سوځلي دي.حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز د افغانستان له لوري ځوابي لوبه پیل کړه. د افغانستان له لوري ګلبدین نایب دوې، مجیب الرحمان، راشد خان او نوین الحق یوه یوه وېکټه واخیسته.د وېسټ انډیز له لوري ایوین لیویس تر ټولو ډېرې ۶۸ منډې وکړې. د افغان لوبډلې کپتان راشد خان نن د لوبې پچه وګټله او لومړی یې وېسټ انډیز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
وروستي