روهي( پنځه نۍ/۲۳ د لړم )، يونیسف له خوا ويل شوي چې په نړۍ کې په هرو ۳۹ دقيقو کي یو ماشوم د سینه بغل له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې رپوټ پر بنسټ په تير کال کې ۸۰۰ زره ماشومان د دغه ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د سږو التهاب يا د سینه بغل ناروغي له هرې ناروغۍ څخه زيات کوچنیان وژني. د ملګرو ملتونو د ماشوم سره د مرستې صندوق يونيسف اجرايوي رئيس هنريته فور د سه شنبې په ورځ په نیويارک کې وويل چې په ۲۰۱۸م کال کې د پنځه کالو نه په کم عمر کې له ۸۰۰ زره څخه زيات ماشومانو د سينه بغل يا نمونيا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د يونيسف د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې۴۴۰ زره ماشومان د اسهال له کبله او ۲۷۰ تنه بيا د ملاريا له وجې مړه شوی دي.
په دي ډول په تير کال کي په هرو ۳۹ ثانيو کي يو ماشوم د سږو د التهاب يا سینه بغل له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړې.
د يونيسف اجرايوی رئیس ویلي چې په اکثرو مواردو کې د سينه بغل وقايه ممکنه وه او برسیره پر دې د درملني وړ ده. په ۲۰۱۸ م کال کې پر سینه بغل د ناروغه ماشومانو مړینه په پنځوو هيوادونو کی رامنځ ته شوي. تر ټولو نه زياتې د ماشومانو دغه ډول مړيني په نایجريا، هند، پاکستان، د کانګو دیموکراتيک جمهوريت او ایتوپيا کي پيښې شوي دي.
وروستي