د زونونو په کچه تر شپاړس کلنو کم عمره ځوانانو سيالۍ پيل شوې

روهي( څلورنۍ/۲۲ د لړم )، د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د زونونو په کچه د شپاړس کلنو کم عمره ځوانانو سيالۍ په لاره اچولي دي، چې دغه سيالۍ نن د نومبر په ۱۲مه نېټه پيل شوې چې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.
 
دغه سيالۍ چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي، د بوست زون، بند امير زون، امو زون، سپين غر زون او مس عينک زون لوبډلې په کې ګډون لري، چې ټول ځوانان پکې تر شپاړس کلونو کم عمرونه لري.
 
په دغه سياليو کې به هره لوبډله ۴ لوبې ترسره کوي، چې دغه لوبې ۴۰ اوريزې دي، د جدول د سر دوه لوبډلو ترمنځ به پايلوبه ترسره شي.

د کورني کرکټ څانګې مسوولين وايي، چې دغه سيالۍ په سپينو کاليو او سور توپ باندې ترسره کېږي. دوی وايي، چې تر دې سياليو مخکې په هر زون کې د ولايتي لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوي او له هغې څخه بيا غوره لوبغاړي د زون په لوبډله کې انتخاب شوي دي.
 

د دغه سياليو موخه دا ده چې د ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې او ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لپاره وړ او پياوړي لوبغاړي پېدا کړای شي، چې په نړيواله کچه د هېواد استازولي وکولای شي.