د جاپانۍ ورزشکارې ارمان

روهي(درې نۍ/۲۱ د لړم)، جاپانۍ ۲۲ کلنه هییوري کان د سومو پهلوانۍ یوه شوقي اتله ده، چې ښځې پکې لاهم له مسلکي سیالیو منع دي. هییوري هیله منه ده چې د نړۍ د یوه پخواني ورزش قوانین بدل کړي او په سومو کې ښځو ته د غږ حق ورکړي.هیوري په لومړني ښوونځي کې سومو پيل کړه. په لومړیو څو کلونو کې یې ټولو ته ماته ورکړه چې ډېری یې هلکان هم وو.که څه هم هییوري د خپل هیواد یوه له تکړه روزشکارو ده خو په جاپان کې یوازي نارینه مسلکي پهلواني کولی شي. نو دا یوازي د یوې شوقي پهلوانې په توګه لوبېدلی شي. "په جاپان کې د ښځینه سومو ورزشکارو شمېر د ګوتو په حساب دی، دلته د داسي یوه روزونکي موندنه چې زموږ په اړتیاوو پوه شي، یو چلینج دي.