څلوریځه


زړه وایي پام کړه دحسـن جال ته
خماري سترګي دزنې خـــــال ته
لمبه دې نکړي چي دسیــنې یه
انار پاخه شي راتلونکـــي کال ته


پرمړوند خوب کـــــړي په زور دبخت
ده ډير خوشحاله دعشق پـــر تخت
خو خبـــر نـــــه دئ پــــه دې خبره
چي ده روان او بــــــدلــــیږي وخت
٬٬٬
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ