ویسټ انډیز د عزیزي بانک جام په خپل نوم کړ

روهي( درې نۍ/۲۱د لړم )، د ویسټ انډیز لوبډلې د عزیزي بانک جام یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې هم افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه او افغان لوبډلې ته یې د روانې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
 
په پیل کې د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان لوبډله توپوهنې ته راوبلله چې افغان لوبغاړو د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د اوو ویکټو له لاسه ورکولو وروسته ۲۴۹ منډې ترلاسه کړې او سیالې ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.
 
د اصغر افغان او محمد نبي د ۱۲۷ منډو ملګرتیا او دغه ډول د حضرت الله ځاځي پنځوسیزې له افغان لوبډلې سره ډېره مرسته وکړه، څو د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکي چې د افغان توپوهونکو له منځه اصغر افغان ۸۶ ډېرې، محمد نبي ۵۰ ناسوځېدلې او حضرت الله ځاځي ۵۰ منډې وکړې.
 
دا په داسې حال کې ده چې د ویسټ انډیز توپ اچوونکو له لوري پاول درې او جوسېپ دوه ویکټې واخیستې او افغانستان ته یې په اوو ویکټو ۲۴۹ منډې ورکړې.
 
ورپسې د ویسټ انډیز لوبډلې خپله پاڼۍ پیل کړه چې د مجیب الرحمن په لاس یې د لېوس او هیټمایر ویکټې په پرله پسې ډول واخیستل شوې، چې ورپسې بیا راشدخان هم د همدې لوبې په خپل لومړي اور کې د کېنګ ویکټ واخیسته او له هغه وروسته شرف الدین اشرف هم د نیکولاس ویکټ ترلاسه کړه.
 
باید وویل شي چې سیالې ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې تر پایه خپلې توپوهنې ته ادامه ورکړه او د افغان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف یې په ۴۸،۴ اورونو کې بشپړ کړ او په دې سره یې د عزیزي بانک جام په خپل نوم کړ.
 
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د ویسټ انډیز شای هوپ ته ورکړل شوه چې د لوبې تر پایه په ۱۰۹ ناسوځېدلو منډو پاتې شو او دغه ډول اصغر افغان د سټایلش لوبغاړي جایزه ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې روسټن چېس د ټولې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
 
د یادولو ده چې ویسټ انډیز لوبډلې د عزیزي بانک جام د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې هم په خپل نوم کړې وې چې په دې سره به د یاد هېواد پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ هم د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه پیل چې تر ۱۷مې نېټې پورې دوام ومومي.