یو ماشوم یوه نړۍ

*که اولاد مو لور/زوی وي، قبول یې کړئ، له نورو سره یې د پرتلې مخنیوی وکړئ، کېدای شي پرتله مو د اولاد پر ارواح بد اغېز وکړي.

* خپله مینه مو په خوږو لفظونو کې اظهار کړئ، د مور او پلار د مینې په فضاء جوړونه کې اولاد د ښه شخصیت احساس کوي.

* له اولادونو «لور/زوی» سره مو په ماشومانه ژبه خبرې وکړئ، کله چې له دوی سره ساتېري کوئ، له ځانونو مو د دوی همزولي جوړ کړئ.

* په مثبته انګیزه مو اولاد وهڅوئ؛ تر څو هغه کارونه چې تاسو یې ورته هڅوئ، په ښه توګه سرته ورسوي او په راتلوونکي کې د هر کار په کولو کې زړور واوسي.

* د ماشومتوب ښې خاطرې مو له اولادونو سره شریکې کړئ، د هرې ښې خاطرې په اورېدو ماشوم دا احساس کوي چې هماغه کارونه ترسره کړي. پام چې له ماشومانو سره منفي اغېزښندونکې خبرې او خاطرې شریکې نه کړئ؛ ځکه دا دوی په ارواح مستقیم بد اغېز کوي.

* اولادونو ته مو د شخصیت الګو واوسېږئ، بدون له خبرو د هغوی معنوي اړخ قوي او پیاوړۍ کړئ، نظر مادیاتو ته د ماشوم په معنویاتو کار کول د دوی په راتلوونکي کې د ښه ځلېدو سبب کېږي.

* د ماشوم تېرونې مو بدون له ډاره له هغوی سره حل کړئ. پام کوئ چې مشران یا ماشوم همزولي دده له څنګ سره ول تاسو دده په تېروتنو بحث ونه کړئ؛ ځکه ځینې خبرې په اورېدو د ماشوم په ماشومانه نړۍ بده اغېزه ښندي.

* په کورنۍ، چاپېریال او ټولنه کې مو د اولادونو نومونه په ډېر درناوي اخلئ، د نومونو په تصغیر« امد، ممد، جمک، جماک، سدک، نورک، مدک» یا بل نوم اخیستو سره دوی په کورنۍ، ټولنه او چابېریال کې مشهورېږي او خپل اصلي نومونه ورنه پاتې کېږي.

* په یوه بهانه نه یوه بهانه هغوی ته ناچېزه هڅوونکي جایزې واخلې، یو ناچېزه څېز د ماشوم راتلوونکی روښانه کولای شي؛ خو د دوی د ښو کارونو نه ستایل د دوی د مایوسئ سبب کېږي.

* د ماشومانو ذهن مو داسې جوړ کړئ چې دوی بدون له کومې وېرې د ورځې په بهیر کې د سترګو له وړاندې تېر شوی بهیر له کومې وېرې پرته درته بیان کړي، ددغه بیان په اورېدو مور او پلار باید د دوی مثبت اړخونه پیاوړي او منفي څخه د راګرځولو لپاره لاس په کار شي.