
روهي(دوه نۍ/۲۰ د لړم)، د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو لوبو د سیریز په درېیمه لوبه کې نن دوشنبه د نوامبر په ۱۱ د افغانستان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او په ۵۰ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وتاکه. تر اوسه د دې سېریز په لوبو کې دا تر ټولو لوړ هدف چې افغانستان یې د ویسټ اندیز لوبډلې ته ورکړی ده همدا ده.د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د افغانستان لخوا نه اصغر افغان ۸۶ منډې وکړې او نن شپه به معلومه شي چې ایا درېیمه لوبه هم افغانستان ګټي که یې بایلي.