هند له بنګله دېش څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

روهي( دوه نۍ/۲۰ د لړم)، هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې بنګله دېش ته په ۳۰ منډو ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې ترې وګټله.
 

په دغې لوبه کې لومړی هند لوبډلې توپ وهنه وکړه او ټاکلو شل اورونو کې یې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته د ۱۷۵ منډو هدف ورکړ.
 
توپ وهنه کې شېریس آیر ۶۲ او کی اېل راهول ۵۲ منډې وکړې.
 
بنګله دېش لوبډله له هدف وړاندې شلم اور کې په ۱۴۴ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۳۰ منډو په توپیر هند ته وبایلله.

د هند لپاره دغې لوبه کې ډیپک چهر شپږ او شیوام ډوب درې ویکټې واخېستې.
 
په دغې لړۍ کې لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلې وه؛ خو وروستۍ دواړه یې هند وګټلې.