دخوست ښار د پاک ساتني په مناسبت ،کاري کميټو دخوست والي عبدالجبارنعيمي په مشرۍ غونډه وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
 
د خوست ښار د پاک ساتلو او پرمختيا کميسيون غړو د خوست والي عبدالجبار نعيمي په مشری غونډه وکړه او په ښار کې د ځينو نيمګړتياوو د حل په موخه لازم تصميمونه ونيول شول .د خوست والي ښاعلي عبدالجبار نعيمي په پرانستونکي وينا کې وويل چې د ښار پاک ساتل او هغه نيګړتياوې چې داوخت ښاريان ورسره مخامخ دي د هواري په موخه يې بايد جدي اقدام وشي .
نعيمي وويل چې په خوست ښار کې نوي پيليدونکي پروژې به د ښار په ښکلا کې څرګند بدلون رامنځ ته کړي او له مخې به يې په ښار کې د زياتو چټليو مخه ونيول شي .نوموړي له دوي وغوښتل چې د دغو پروژو بايد سمه څارنه وشي تر څو د ښار په صفايی او ښکلا کې زياتې اغزمنې تمامي شي او په سم ډول پلي شي .ورپسې د ښار د ستوزو د حل په اړه د ١٦ کسيز کمېسيون رئيس انجينر حميدشاه او خوست ښاروال انجينر جهانګل لنډ ګزارش وړاندې کړ .همداشان د برېښنا رئيس انجينر مائيل وويل که چيرې د برېښنا لينونو په غزولو کې د دوي سره مرسته وشي نو برېښنا به د ښار په داخل کې ټولو ځايونو ته ورسوي او همداشان له دريو نيولي تر څلورو ساعتونو لپاره به دبرېښنا وخت وغزوي .
وروسته د غونډې برخه والو لخوا د ښاروالی په چوکاټ کې د ځانګړي بورډ ايجاد ، د ښار د ٢٠ کيلو متره سړکونو ترميم اوپه ښار کې د ٤ کيلو متره نوي سړکونو قير کولو همداشان د ٩ پلچکونو ترميم ، د سرکونو ترمنځ په ګلدانو کې د ځينو نياګيواو بوټو پر کښينولو ، د کاناليزسيون سونزې په هواري ، په رهايشي ساحو کې د تجارتي مارکېټونو ، د ښار له داخله د موټرو د اډو او د ځينو منډائيو بهر ته انتقال ، ښار کې د برېښنا د ستونزې او د پياده روونو په خلاصولو په تړواړ خبرې وشوې اود خوست والي عدالجبار نعيمي لخوا پدې برخو کې دوي ته لازمې سپارښتنې وشوي او اړه لازم تصميمونه ونيول شول .
دولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
نېټه :۷/قوس/۱۳۸۹
ورځ : دوشنبه