بابري مسجد؛ چې اوس به په کې بُت خانه جوړه شي

بابري مسجد؛ چې اوس به په کې بُت خانه جوړ شي
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

بابري جومات د هندوستان په اوتر پردیش ايالت (ایودا) نومي سيمه کې موقعيت لري. دغه جومات د مغل امپراتور بابر په واکمنۍ کې په ۱۵۲۸ز کال کې جوړ شوی وو. هندوان ادعا کوي چې بابر پاچا د بابري جومات د جوړولو لپاره د رام معبد وران کړ او دغه مسجد يې پرې جوړ کړ. هندوان وايي چې د بابري جومات سيمه د دوی د خدای (راما) د زږېدنې ځای وو او همدلته پخوا د رام په نوم د هندوانو عبادت ځای وو.

د دغه جومات په اړه د نړۍ او په ځانګړي ډول د هند سني او شعيه مسلمانان هم سره مخالفت لري. د هند شعيه ګان وايي چې بابري پاچا د دغه مسجد د جوړېدو چارې مير باقي ته سپارلې وايي او مير باقي په خپله شيعه وو.

که څه هم د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ له پيړيو د دغه مسجد پر سر ناندراۍ شته دي، خو په ۱۹۴۹ز کال کې هندوانو د بابري مسجد سيمه محاصره کړه او نهه ورځې يې پر له پسې هلته د راما عبادت وکړ. وروسته د هندوانو يوه ۶۰ کسيزه ډله بابري مسجد ته دننه شوه او هلته يې د (راما او سېتا) مجسمې کېښودلې. د دغه ستونزې د حل په پار د هندوستان د وخت حکومت د مسجد دروازې وتړلې او دغه سيمه کې د دعوې سيمه وبلله. هغه مهال د هندوستان لومړي وزير جواهرلال نهرو د اوتر پردیش ايالتي چارواکو ته امر وکړ چې له بابري مسجد بوتان لېرې کړي.

نن ورځ د هنودستان سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د شواهدو پر اساس بابري مسجد د هندوانو مالکيت دی او مسلمانانو ته به د مسجد د جوړلو لپاره په همدې ایودا سيمه کې يو بل ځای ورکړل شي.

د يادونې ده چې د نړ ۍ او په ځانګړي دول د هندوستان مسلمانان بابري جومات سپيڅلي ځای يادوي او له سره له اوسه يې د هند د سترې محکمې نننۍ پرېکړه يو اړخيزه بللې ده او ادعا يې کړې چې د مسلمانانو غږ په دې نه دی اورېدل شوی چې دوی په هندوستان کې لږکي دي. د هند حکومت د مسلمانانو د غبرګون د مخنيوی په پار نن ورځ له وړاندې زرګونه پوځيان ایودا سيمې ته ليږلي وو؛ ښوونځي او پوهنتونه هم رخصت شوي وو.