ترټولو قوي کمره؛ چين د (۱۰۸ مېګا پېکسله) کمرې لرونکی موبایل بازار ته وړاندې کړ

روهي (نۍ/۱۸ د لړم)، د چين د (شاومي) د ټېکنالوژۍ شرکت په نړۍ کې د تر ټولو قومي کمرې لرونکی موبايل بازار ته وړاندې کړی دی. دغه موبايل (پرو پریمیم CC9) نوميږي چې بيه يې شااوخوا څلور سوه امريکايي ډالر ده.

دغه کمره په ټولو جزییاتو سره زښت ډېر دقیق انځور اخلي او تر اوسه د موبايلونو په نړۍ کې ۱۰۸ مېګا پېکسله کمره لورنکي موبايل شتون نه درلود.

(شاومي) چينايی د ټېکنالوژۍ شرکت دی، چې اوس مهال د موبايلونو په مارکېټ کې څلورم ستر شرکت شمېرل کيږي او د موبایلونو د خرڅلاو بازار په سلو کې ۹٫۱ ونډه یې خپله کړې ده.

دغه شرکت ويلي دي چې په خپل بل توليد ( Mi Mix Alpha ګرځنده ټیلیفون) کې به هم ۱۰۸ مېګا پېکسله کمرعه ولګوي.