سروې: لس مېلېونه افغان په کور دننه انټرنېټ کاروي

روهي (جمعه/۱۷ د لړم)، د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې اوس مهال په افغانستان کې تر لس مېلېونه خلک انټرنېټ کاروي چې ترمنځ يې له ۳۰ بيا تر ۴۰ سلنه ميرمنې دي.

د وزارت د مالوماتو په اساس چې د انټرنېټ دېري کارونکي د کابل او نورو ولايتونو ښاري وګړي دي خو په ډيری ولسواليو کې هم افغانان انټرنېټ ته لاس رسی لري.

بيا له بلې خوا، خلک له حکومت غواړي چې د انټرنېټ بيې ارزانه او کيفيت يې لوړ کړي. خلک شکايت کوي چې د مخابراتي شبکو د اتنټرنېټ بيې لوړې دي او چټک کار نه کوي.