ښکلا د رنګونو په شور کې

دری هېندارې سره په جنګ وې، په خپلو لافو سره رنګ وې
چا ویل ښکلا داده چا ویل دا ده.

هرې یوې خپل بیل بیل انځور بیانولو او ویل به یې: ښکلا هغه ده چې لیدلې ما ده. سره په یوه فکر نشوې، د خپلو ذهنونو په پردو کې سره لاهو وې.

ښکلا څه ده؟ چې موږ دری هېندارې نه پرې جوړیږو، راځئ چې د ښکلا ګانو پاچا انځور کړو. بیا به موږ ته معلومه شې چې د ښکلا ګانو پاچا چا لیدلی. هرې یوې چې کوم ښایسته څیز لیدلی و، بیا انځور او نندارې ته یې کېښود.

هره یوه به د یوې او بلې انځور ته ځیرې شوې او وبه یې خندل.
و به یې ویل:دا نو ښکلا ده!

لومړۍ هېندارې وویل: ښایست خو د قاف د پریستان د شهزادګۍ و! تانده ځواني، غټې غټې سترګې، سرې شوڼډې او سپن مخ په شان د هلال.

دوهمې هېنداره وویل: ښایست خو هغه دی، چې ما ولیده، د پنځ په ښکلا کې د روانو اوبو تر څنګ سور ګل. چې ښکلا یې ډکه له طلسم څخه وه او ټول ژوي ورته په سجده وو.

دریمې هندارې وویل: ښکلا خو د سمندر تر غاړې په یوه صدف کې ما ولیده. د طبیعت په هر رنګ رنګ وه. لمر، سپوږمۍ او سمندر هر سحر یې ښکلولو ته راتلل.

ناڅاپه یوه زړه بریښ شوې، هېنداره را غله. وېې پوښتل په څه کې لګیا یاست؟ یوې هېنداره وویل: د ښکلا ګانو په بازار بحث تود دی.

زړې هندارې وویل: ښکلا خو هغه ده، چې په لیدو یې سترګې ړندې شي. لکه څنګه چې زه شوم. او بیا یې د انځورولو مجال او ستایلو ژبه نه وي.