د مینې په طلسم پسې ورک لاروی‎

د شنه آسمان په په ښکلې فضا کې. سړه وږمه او د طبیعت ښکلا. هر څه ځان ته مغرور او مسک وه. لر او بر یی په ځا نه منل. په رنګ رنګ جامو کې نڅیدل. چا ته یې د سا مجال نه ورکولو. د بد رنګۍ او ښکلا په فلسفه کې؛ یو لاروی د مینه د معنا په طلسم پسی سر ګردان روان وو.

په ځان یې هجر منلی. د خپل خیال د ژوندي ساتلو لپاره یې هجرت ته غاړه کې ښوده.
وویل: د مینی معنا به خا مخا لټوم.

غره ته یې مخه کړه؛ لری ځیر شو یو چوپان شپېلۍ وهله. نږدي ورغئ نا ببره یې تنې وپوښتل مینه څه ده؟

هغه ورته مسک شو. وویل: ساز ترنم او د شپېلۍ پرده مینه ده.
تنې روان، بزګر سره مخ شو.

مینه څه ده؟
وویل: دا چې حال او عیال مې په ګیډه ماړه وي، دغه ماته مینه ده.
خپل سفر ته یې ادامه ورکړه. په ځنګله یې ور مخه شوه. آسمان و غریدو، په ژړا یی پیل وکړو، اوشکې یې توی کړې. پنځ په کې ولمبید. لرې یوه کوډلخه ته یې ور پام شو، ځان یې ور ورسوا. دروازه یې ټک وهه. یوه سپین ګیری سړی غږ کړو څوک یې؟
وویل: لاروی یم. دروازه یې ورته خلاصه کړه...

شین چای یې ورته کیشود. روغ بړ نه وروسته یې تنې و پوشتل په ځنګله کې څه کوئ.
ور ته يې وویل: د مینه معنا لټوم. سپین ګیری مسک شو. لڼډ سوچ نه ورسته یې وویل: ځواني مینه ده.

آسمان بیا مغروره شو لمر وښوید. خپل سفر ته یې ادامه ورکړه د یوه شیخ سره مخ شو.
تنې یې وپوښتل مینه څه ده؟ شیخ په ځواب کې ورته وویل: د تسبو په نزاکت ځان پوهول مینه ده.

چا يوه فیلسوف ور وښو دا، ورغلا.
مینه څه ده؟ فیلسوف ځواب کې ووایل:((عقله د دلیل په تله یې متله مینه خو احساس دی څه فلسفه نده))

په خپل فکر په سې روان شو.
ساقې سره مخ شو؛ ساقي وایه مینه څه ده؟
ساقي: سری پسته شڼدې دیار، سره شراب، سپینې کوترې.
د ګدر غاړې ته کیناست. په یوه ځوان یې ستر ګې ولګیدی، قلم په لاس څه لیکي او ترنم کړي.

ورغلا... مینه څه ده؟
ځوان په شاعرانه انداز ووایل:

هوا هوا ستا دمینه په هوا
خوره په اسمانونو کې خندا
پریوتې په هیندارې ادا
رانه ورکه ده د مینې معنا
چا د سمندر په څپو ښکلا
چا بدرنګي د رڼا تر شا
چا مړ ګل د غنچو پاچا
چا ورک صدف په دریا
چا پږی وې بی سا
چا وی مینه ده دا او دا
لمر شو وسا، بی سا
قلم یی بس کړه ژړا