روهي(څلورنۍ/۱۵ د لړم)، د پاکستان د روغتیا ملي انیسټیټوت فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې سږکال د ډینګي ناروغئ باندې اخته کسانو شمېر ۲۷ زرو ته رسیږي او له دې اخته کسانو څخه ۶۶ کسان مړه شوي دي. ډینګي ناروغئ د انسان د مفصلونو او عضلو سخت درد ده چې په نتیجه کې د انسان د اندامونو کږېدو لامل کیږي او دا ویروس په اصل کې د ماشي څخه د انسان وجود ته لېږدول کیږي. دا ناروغۍ اوس ځکه د اندیښنې وړ ده چې په دې ناروغۍ اخته کسان نورو ځایونو ته ګډه وکړه او په نورو هیوادونو کې هم خپره شوه.
وروستي