روهي( څلورنۍ/۱۵ د لړم )، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي د ملي لوبډلې لوبغاړو ته په تېر نړيوال جام کې د لوبېدو هغه اندازه فيس چې د نړيوال جام پر مهال پخوانيو چارواکو ورسره ژمنه کړې وه، منظور کړ.
فرهان يوسفزي وويل، د لوبغاړو هره اصولي او مشروع غوښتنه پوره کوي او په دې لړ کې ورته هغه اندازه پيسې منظوروي چې د ۲۰۱۹ نړيوال جام پر مهال ورسره د افغانستان کرکټ بورډ پخوانيو چارواکو د ورکړې ژمنه کړې وه، خو نوموړي ياده کړه چې لوبغاړي بايد په خپل پرفارمنس او وړتيا لا ډیر کار وکړي، ځکه دا ورته تر هر څه مهمه ده.
يوسفزي وويل: (ملي لوبغاړي زموږ وياړونه دي او د دوی هره غوښتنه موږ په سر سترګو منو، هره اسانتیا ورته برابرو، خو دوی به هم خپل پرفارمنس ته ډېر پام کوي او ګران هېواد ته به وياړونه راوړي.)
وروستي