روهي( درې نۍ/۱۴ د لړم )، افغانستان ایلیون لوبډلې په یوه ورځنۍ تمریناتي د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز ایلیون د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۳۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۷منډو هدف وټاکه.
د ویسټ انډیز ایلیون لوبډلې توپوهونکو روسټن چېس ۴۱، جېسن هولډر ۳۱ او ایوېن لېوس ۲۴منډې وکړې او د افغان توپ اچوونکو له منځه بیا نوین الحق او شرف الدین اشرف درې-درې ګلبدین نایب دوه او یمین احمدزي او کریم جنت یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.
ورپسې افغان لوبډلې خپله لوبه پیل کړه چې په ۳۴.۵ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په لاسه ورکولو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ چې له ډلې یې رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدراڼ ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب اته ناسوځېدلې منډې وکړې او بریا یې د خپلې لوبډلې په نوم ثبت کړه.
وروستي