د پریټي زنټا پر فیسبوک خپره شوې نوې ويډیو

روهي( یوه نۍ/۱۲ د لړم)، د هند د سینما وتلې څېره پریټي زنټا په خپل فیسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې په پښتو ژبه خبرې کوي. پریټي مخکې هم په پښتو لږ څه خبرې کړې وې او نوموړې د افغانستان کرکټ ټیم لوبغاړي مجیب ځدران نه مننه کوي چې پښتو ژبه یې ورته زده کړې ده. مجیب ځدران د هند په سوداګریزو لوبو کې لوبېدلی او د پریټي زنټا په ټیم کې یې لوبه ترسره کوله.