پربلاواوښتم

مـــــينه دې نـــــــــه وه هــــــسې یـــاره پـــــــربلاواوښتم
بازاردغــــــــم دی ددردونـــــــــوپـــــــرســـــوداواوښتم
مالــــــــه خپل بخت سرټکاوه چې خوپردې شوم مين
دې راته ويــــــــــــل : بــدمرغه زه یم چې په تا واوښتم
پرون به پړک په شان ښکاره شـــــوې درنه نه ويريدم
ښــــــکاري داځـــــل په تابيلتونه پـــــررښتياواوښتم
دبــــــخت لټون کـــــــــې ورروان سپوردتدبيرپرنيلي
پرخــــــړه پــــــــړه دتـــــــقديردښـــــــــته ،بیدياواوښتم
دپـــــــرونونروپــــــــړانګــــــــــانواوزمـــــــرومـــېنه کې
دســـــــپوخاني وه ،دګـــــــــــيدړوپرغـــــــوغاواوښتم
افسوس مې مخې ته ولاړ،اوښکې وې ډنډلیموکې
چـــــــې پــــــرعــــــزت تالاوالاپــــــــروت دباباواوښتم
یــــــــوويــــــــــریدم له بې پـــــــتۍ،بل بـــې غيرته نشم
ســــــــپيره قسمته هـــــــم پرهغه ،هــــــــم پرداواوښتم

18/11/2010
پيښور