د ۲۰ اوریزو لومړۍ سیالۍ کې پاکستان اسټرالیا ته د۱۰۸ منډې هدف وټاکه   

روهي(یوه نۍ/۱۲ د لړم )،  داسټرالیا او پاکستان ترمنځ د ۲۰ اوریز کرکټ لومړۍ سیالي دباران له امله دشلو پځای ۱۵ اوورونو ته راکمه کړل شوې وه او په دغه سیالۍ کې پاکستان داسټرالیا لوبډلې ته د۱۰۸ منډو هدف ورکړ.
 

په سډني کې ددغه سیالۍ پچه یا ټاس اسټرالیا ګټلی او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
 
دپاکستان لوبډله چې کله توپ وهنې ته راووتله نو په وړومبي سر کې دلوبډلې مشر بابر اعظم په ګډون په ۱۲ اوورونو کې دپاکستان درې لوبغاړي وسوځېدل.
 
بابر اعظم اؤ فخر زمان دپاکستان له لورې په توپ وهنه پیل کړه خو د لومړي اوور په دویم توپ فخرزمان پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېدو.
 
دفخر زمان نه وروسته حارث سهیل لوبې ته راغی خو هغه هم د څلورو منډو جوړولو وروسته په دویم اوور کې وسوځېدو.
 
د حارث سهیل نه وروسته محمد رضوان د کپتان بابر اعظم سره ملګرتیا ټينګه کړه اؤ دواړو په ګډه تر۶۰ؤ منډې جوړې کړې خو محمد رضوان د ایشټون اګار په توپ وسوځېدو.
 
د لوبې د ۱۲م اوور په مهال باران پیل شو اؤ لوبه تر څه وخته ودرول شوه چې تر دغه مهاله پاکستان د درېوؤ لوبغاړو په تاوان ۸۸منډې جوړې کړې وې.
دباران ودریدلو وروسته لوبه د۲۰ؤ پځائ ۱۵ؤ اوورنو ته راکمه کړل شوه اؤ دکپتان بابر اعظم د پنځوسیزې په ګډون دپاکستان لوبډلې اسټریلیا ته د۱۰۸ؤ منډو هدف اېښودی دی.